د جدې اېلکلاسیکو کې د بارسلونا په زړه پورې بریا؛ د سعودي ګټه څه کې ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, فرهاد محمدي
- دنده, بيبيسي
بارسلونا د سعودي عربستان په جده ښار کې ریال مادرید ته په ۳-۲ ماتې ورکولو سره، د پرلهپسې دویم کال لپاره د اسپانیا د سوپر جام اتلولي خپله کړه.
د اسپانیا په سوپر جام کې دا د کاتالانانو (بارسلونا د لوبډلې لقب دی) ۱۶مه اتلولي او د هانسي فلیک تر مشرۍ لاندې په اېلکلاسیکو پایلوبو کې (دوه سوپر جامونه او یو کوپا ډیل رې) درېیمه پرلهپسې بریا وه.
د لوبې حساسه برخه د لومړۍ نیمایي اضافي وخت و، چې په کې درې پرلهپسې ګولونه ترسره او لوبه مساوي شوه.
رافینیا د دوو ګولونو په وهلو سره (چې یو یې په ۷۳مه دقیقه کې د بریا ګول و) د لوبې غوره لوبغاړی شو.
بل لور ته، وینیسیوس جونیور له ۱۷ لوبو وروسته خپله طلسم مات کړ او د ریال مادرید لپاره یې ګول وواهه، خو دا هڅې د لوس بلانکوس (د "سپیناغوستونکو"، چې دا د ریال مادرید لوبډلې لقب دی) د ماتې مخنیوي لپاره کافي نه وې.
دا په ۲۰۲۶ کال کې د بارسلونا لسمه پرلهپسې بریا وه چې په لالیګا کې یې هم د هغوی مورال پیاوړی کړ.
په مقابل کې، دې ماتې پر ژابي الونسو فشارونه یو ځل بیا ډېر کړل، چې په مادرید کې یو بېثباته پړاو تجربه کوي.
سعودي عربستان ولې تل د لویو سیالیو د کوربهتوب په لټه کې دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عربستان د حیرانوونکو مالي وړاندیزونو په ورکولو سره، د نړۍ لویې لوبډلې خپل هېواد ته راکاږي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د اسپانیا د فوټبال فدراسیون له سعودي عربستان سره د کال د ۴۰ میلیونه یورو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی چې تر ۲۰۲۹ کال پورې غځول شوی دی.
له دې جملې ریال مادرید او بارسلونا هر یو د ګډون په بدل کې شاوخوا ۶ میلیونه یورو ترلاسه کوي.
د څارونکو په باور، دا کوربهتوب د سعودي عربستان د هغې لویې سټراټیژۍ برخه ده چې غواړي د نړۍ د سپورټ په مرکز بدل شي.
هغوی وايي دا سیالۍ یوازې لوبیز اړخ نه لري، بلکې د ریاض د "نرم ځواک" پروژې یوه برخه ده.
په ورته وخت کې ویل کېږي چې په جده کې د نړۍ د سترو لوبډلو لکه ریال مادرید او بارسلونا شتون، د دې هېواد سوداګریزه بریا ښیي.
ډېری په دې باور دي چې په جده او ریاض کې د سټډیمونو فضا په تدریجي ډول د اروپا له معیارونو سره نژدې کېدونکې ده او ځايي مینه وال د اېلکلاسیکو د نوي هویت په یوه نه جلا کېدونکې برخه بدل شوي دي.
سره له دې، ځینې نیوکې هم شته چې د اسپانیا له خاورې په زرګونو کیلومتره لرې د داسې سیالیو ترسره کول فوټبال له خپلو دودیزو ریښو او ځايي مینه والو لرې کوي.
خو هر څه چې وي، د داسې سیالیو بریالی تنظیم د ۲۰۳۴ کال د نړیوال جام کوربهتوب ته د سعودي عربستان لاره تر هر وخت زیاته هواره کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters











