د فوټبال ښځینه لوبغاړو د سعودي له ارامکو شرکت سره د فیفا د تړون ختمولو غوښتنه کړې

ښځینه فوټبال لوبغاړي

د عکس سرچینه، Getty Images

لسګونه ښځینه فوټبال لوبغاړو په یوه لیک کې د فوټبال له نړیوالې شورا (فیفا) غوښتي، چې د سعودي د تېلو تر ټولو لوی شرکت ارامکو سره د مالي ملاتړ تړون هوکړه ختمه کړي.

دغو لوبغاړو د یاد شرکت مالي ملاتړ پر ورزش " لوی ګوزار" یاد کړی دی.

د روان کال په پیل کې فیفا د سعودي دغه دولتي شرکت سره تړون لاسلیک کړ چې تر ۲۰۲۷ کاله به دوام وکړي.

د تړون له مخې یاد شرکت ته د ۲۰۲۶ کال د نارینه وو فوټبال نړیوال جام او راتلونکي کال د ښځو نړیوال جام د سپانسر حقونه ورکوي.

د ۲۴ هېوادونو لوبغاړو د فوټبال له نړیوالې ادارې فیفا غوښتي، چې پر دې تړون دې له سره غور وکړي.

د بریتانیا مانچسټر سیټي فوټبال لوبډلې تکړه لوبغاړې ویویاني مدیما د دغه لیک یوه له لاسلیک کوونکو ده.

د هالنډ ملي لوبډلې یوې لوبغاړې بي بي سي ته ویلي: "د لوبغاړو او په ځانګړې توګه د فوټبال ښځینه لوبغاړو په توګه دا زموږ مسوولیت دی، چې نړۍ ته او راتلونکي نسل ته وښيو چې څه سم دي."

نوموړې زیاته کړې: "فکر کوم دا مالي ملاتړ هغه څه سره چې فیفا یې مطرح کوي مناسب نه دی او نه د هغه څه لپاره مناسب دی چې د فوټبال ښځینه لوبغاړو په توګه ترې مونږ دفاع کوو. فیفا تل ټینګار کوي چې هر څه سم پر مخ وړي او غواړي د نړۍ په کچه بېلګه وګرځي. ښه نو که داسې وي په دې هم باید ځان ډاډه کړي او هغو مالي ملاتړو سره همغږي شي چې مخکښ دي."

فیفا بي بي سي سپورت برخې ته ویلي، چې ارامکو سره شوې هوکړې ته ارزښت ورکوي او ټینګار کوي‌ چې له دې درکه ترلاسه شوي عاید د ښځو د فوټبال سیالیو په ټولو برخو کې لګول شوي.

سعودي سره تړون ولې لانجمن دی؟

ویویان مدیما وايي،‌ دا تړون هغه څه نه دي‌ چې د فوټبال ښځینه لوبغاړو په توګه یې مونږ ملاتړ کوو.

د عکس سرچینه، Getty Images

پر سعودي عرب تورونه دي، چې ورزش برخه کې د پانګونې او مالي ملاتړ له لارې په کور دننه ناسم وضعیت پټوي او هڅه کوي له دې لارې د خلکو پام بل لور ته واړوي.

پر خلیجې هېوادونو د بشري حقونه تر پښو لاندې کولو، د ښځو له حقونو ناوړه ګټې اخیستنې او د همجنس خوښۍ د جرمي کولو له امله پراخې نیوکې شوې دي.

د کاربن ټرکر په نامه یوې خپلواکې ادارې ویلي ارامکو "په نړۍ کې د شینکوړیزو (شین کوریزو) غازونو تر ټولو لوی تولیدوونکی شرکت دی."

یاد شرکت له دې وړاندې د فارمولا ون او اروپا ته د خلیجې هېوادونو د نجونو سیاحت سره هم تړونونه لاسلیک کړي او د کریکټ نړیوالې شورا شراکت هم لري.

ارامکو شرکت د دې لیک په غبرګون کې بي بي سي ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي و چې د کاربن په تولید کې ډېره کوچنۍ برخه لري.

هغه لوبغاړي چې د دې سپانسرشپ یا مالي ملاتړپر وړاندې اعتراض کې سره یوه لاس شوي تر منځ یې له ۲۳۰۰ ډېرې نړیوالې سیالۍ شوې دي.

په دوی کې د انګلنډ ملي ټیم لوبغاړې نیام چالز او همدا رنګه د کاناډا او ایټالیا ملي ټیمونو لوبډلمشرانې هم شاملې دي.

"د نړۍ ورزشکاران" په نامه بنسټ هم د دې کمپاین ملاتړ کړی.

د ډنمارک د ملي لوبډلې لوبغاړې سوفي جونګ پیډرسن چې د دغه لیک یوه له لاسلیک کوونکو ده دا تړون "پر ځان له ګول وهلو" هم بدتر یاد کړی دی.

نوموړې زیاته کړې: "مونږ له فیفا غواړو، چې د ارامکو شرکت پر ځای یو بل سپانسر سره چې جنسیتي برابرۍ او بشر حقونو ته ورته نور ارزښتونه په پام کې نیسي تړون وکړي. او مونږ دا وړاندیز هم کوو چې دوی باید د لوبغاړو په استازیتوب یوه مشورتي کېمټه جوړه کړي او په راتلونکې کې د مالي ملاتړو د ټاکلو پرېکړو برخه وي."

مدیما وايي، که یې غوښتنې په پام کې و نه نیول شي او ارامکو شرکت سره تړون ته دوام ورکړل شي، لوبغاړي به راتلونکي ګامونه پورته کړي.

فیفا څه ویلي؟

د فیفا مشر ګیاني انفینټینو د روان کال په پیل کې د سپانسرشېپ تړون اعلانولو پرمهال ورزش برخه کې د ارامکو شرکت پانګونې ستاینه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د مشورتي کمېټې د رامنځته کولو لپاره د لوبغاړو د غوښتنو په ځواب کې فیفا د روان کال په می میاشت کې ویلي و، چې هوکړه شوې چې په ټولو برخو کې د ښځینه سیالیو لپاره کمېټې جوړې کړي.

دې ادارې ویلي، پر دې کمېټو کار روان دی، خو ارامکو شرکت سره د تړون برخه کې خبرو ته چمتو نه دي.

د یادې ادارې په وینا: "فیفا د ارامکو او بي بي سي په ګډون خپلو ټولو شریکانو سره خپل شراکت ته ارزښت ورکوي."

دغې ادارې زیاته کړې: "دا(ارامکو) یو لوی شرکت دی، چې ډېر سوداګریز شریکان لري د فوټبال سربېره د نورو ورزشونو ملاتړی هم دی."

فیفا زیاته کړې چې د سپانسرشیپونو له درکه ترلاسه شوي عاید بېرته په سیالیو کې لګول کېږي او په بېلابېلو برخو کې پرې پانګونه کېږي. د دوی په وینا "د ښځو فوټبال برخه کې پانګونه روانه ده. د ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کاله د فیفا تازه ستراتیژي دا روښانه کوي چې څنګه سوداګریز عاید بېرته د ښځو د سیالیو پراختیا برخه کې لګول کېږي."