د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې مخکېنۍ مشره د فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې مخکېنۍ کپتانه خالده پوپل وايي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي. د اغلې پوپل په وینا، فیفا د فوټبال ښځينه افغان لوبغاړو په اړه بې پروايي کوي او د دوی غږ نه اوري.
خالدې پوپل تازه له بي بي سي سره په مرکه کې دا څرګندونې کړې دي او له افغان نجونو یې غوښتي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره سره یو موټی شي.
د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې دا مخکېنۍ مشره وايي، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل او دا لوبډله له هېواده ووتله نو هڅه یې وکړه چې تر فیفا خپل غږ او غوښتنې ورسوي.
خو په خبره یې، دغه بنسټ بې پروايي وکړه او د دوی لپاره یې هېڅ کار ونه کړ.
"د ښځينه لوبغاړو بودیجه پر نارینه لوبغاړو لګول کېږي"

دې دغه نړیوال فدراسیون تورن کړی چې ګواکې افغانستان کې طالبان واکمن دي خو دوی لا هم هلته د فوټبال فدراسیون ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د خالدې پوپل په ټکو، "فیفا د بشري حقونو ضد ګام اخیستی" ځکه چې د نجونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه اوس پر افغان نارینه لوبغاړو لګېږي.
اغلې پوپل زیاتوي چې د فیفا د دې "بې پروایۍ" په مقابل کې یې د افغان ښځينه فوټبال ملي لوبډلې لپاره کمپاین پيل کړی دی او د نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم ورسره ملګرې شوې ده.
ملاله یوسفزۍ: فیفا دې افغان ښځينه فوټبال لوبډله په رسميت وپېژني
ملالې یوسفزۍ د خالدې پوپل او د هغې د خورلڼو لوبغاړو دا ګام ستایلی او له فیفا یې غوښتي چې د افغان نجونو لوبډله په رسمیت وپېژني.
ملالې یوسفزۍ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "طالبان لګیا دي افغان ښځې له عام ژونده بې برخې کوي. اوس د فیفا لپاره ښه وخت دی چې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډله په رسيمت وپېژني"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ملالې یوسفزۍ همدا راز ویلي چې له دې سره دې فیفا نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې ښځې باید کار وکړي، ټولګیو ته لاړې شي او د فوټبال لوبغالي کې ولوبېږي.
هغه حقونه چې د طالبانو حکومت افغان ښځې ترې بې برخې کړې دي.
خالده پوپل وايي، د حق غوښتنې په ترڅ کې یوه ډاله مدافع وکیلان هم ورسره یو ځای شوي او له دوی سره مرسته کوي چې د فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه وکړي.
د دې په وینا، له دې کاره یې دوه موخې دي. یوه دا چې غواړي له دې سره د افغان نجونو لپاره د ورزش او زدکړو حق ته د نړیوالو پام ورواړوي او بله دا چې افغان لوبغاړو ته د افغانستان په استازیتوب د لوبو کولو اجازه ورکړل شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د فوټبال ښځينه لوبډله له هېواده ووتله

د عکس سرچینه، Getty Images
خالدې پوپل ویلي، بهر مېشتې افغان نجونې او مېرمنې به خپل غږ پورته کوي او له دې سره به نړۍ ته ښيي چې دوی په اسانه افغان مېرمنې له پامه نه شي غورځولی.
افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د نجونو فوټبال لوبډلې ډېرۍ لوبغاړې پرتګال ته تللې او هلته یې پناه اخیستې ده.
د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د خالدې پوپل او ملالې یوسفزۍ د دغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبو نه وروسته اوس د فیفا پام د ښځو فوټبال نړیوال جام ته په ورټولېدو دی.
دا لوبې شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، د روان میلادي کال په جولايي میاشت کې په اسټرالیا او نيوزيلنډ کې پېلېدونکې دي.











