یو شمېر افغانې فوټبالرانې پاکستان ته رسېدلې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ښځو د فوټبال یو شمېر لوبغاړې او د کورنیو غړي یې د سه شنبې پر ورځ پاکستان ته رسېدلې دي او د څو ورځو لپاره به هلته وي.
پاکستاني چارواکي وايي، دا لوبغاړې او د کورنۍ غړي یې تېره شپه د تورخم له لارې پاکستان ته ورغلې او تر هغه وروسته لاهور ته لېږدول شوې دي.
په لاهور کې چارواکي وايي، پاکستان شاوخوا یو سل او پنځلسو افغانو ښځينه لوبغاړو او د هغوی د کورنیو غړیو ته ویزې ورکړې دي، خو یوازې یو کم اتیا لوبغاړې او د هغوی د کورنۍ غړي پاکستان ته رسېدلي دي.
هملته لاهور کې د پنجاب د لوبو وزارت چارواکي وايي، دغه افغان ښځينه لوبغاړې د یوې نړیوالې موسسې په مرسته امریکا ته لېږدول کېږي او یوازې څو ورځې به لاهور کې وي.
د پنجاب د لوبو وزارت دغه چارواکي وايي، چارشنبه مازديګر به د لوبو وزیر رای تیمور خان له دې ښځينه افغان لوبغاړو او د هغوی له کورنیو سره وويني.
دا چارواکي زیاتوي، دې لوبغاړو او کورنیو ته یې د استوګنې لپاره ځانګړی ځای ورکړی چې په ارامه پکې و اوسي.
پاکستاني چارواکي د دې ښځينه افغان لوبغاړو له خولې وايي، د طالبانو تر راتګ وروسته هلته د دوی ژوند ته خطر و، ځکه يې یوې نړیوالې موسسې له افغانستان د ایستلو لپاره دغه ګام پورته کړ.
یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه.
د دې ډلې د ځینو چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې اټکل کېږي چې ښایي نجونې له دې وروسته د لوبو یا ورزش اجازه ونلري.
څو ورځې وړاندې داسې ګنګوسې هم وې چې طالبانو د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله هم لغوه کړې.
خو د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي بیا بي بي سي ته ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې چې نجونې به د کرېکټ لوبې اجازه ولري.
د طالبانو سرپرست حکومت تر دې دمه د نجونو او ښځو د لوبو او ورزش په اړه کومه رسمي اعلامیه یا خپل دریځ نه دی اعلان کړی.






