'که پر افغان ښځینه کرېکټ لوبډله بندیز ولګېږي اسټرالیا به د افغانستان له نارینه وو لوبډلې سره ټیسټ لوبه لغوه کړي'

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

اسټرالیا کې کرېکټ چارواکي وايي، که د طالبانو حکومت افغان نجونو ته د کرېکټ لوبو اجازه ور نه کړي، دوی به افغانستان سره د نارینه وو کرېکټ ټیسټ لوبې لغو کړي.

د چارشنبې پر ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا چارواکو وویل، دوی د طالبانو کلتوري کمېسیون د مشر مرستیال احمدالله واثیق څرګندونو اندېښمن کړي دي.

د یادونې ده چې ښاغلي واثیق د اسټرالیا له خبري شبکې سي بي ایس سره خبرو کې ویلي 'فکر نه کوم ښځو ته به د کرېکټ لوبو اجازه ورکړل شي. '

بل لور اسټرالیايي کرېکټ چارواکي وايي، دوی 'په هره کچه د ښځو کرېکټ لوبو ملاتړ کوي. '

اسټرالیايي کرېکټ چارواکي وايي:

'که د رسنیو هغه رپوټونه کره وي چې افغانستان کې به ښځو ته د کرېکټ لوبو اجازه نه ورکول کېږي، کرېکټ اسټرالیا ته به له دې پرته بله لار پاتې نه وي چې په هوبرت کې له افغانستان سره د کرېکټ ټیسټ لوبې کوربتوب و نه کړي. ''

په پام کې وه چې اسټرالیا کرېکټ لوبه به له انګلنډ سره د اشز سیالیو له پیله مخکې د نومبر پر ۲۶ مه له افغانستان سره لومړنۍ ټیسټ لوبه پیلوله.

د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ چارسمبالی مشر عزيز الله فضلي تېره یکشنبه بي بي سي ټلویزیون ته وویل، د کرېکټ ښځينه لوبغاړې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې کولی شي لوبې وکړي.

طالبانو د افغانستان کرېکټ نارینه وو لوبډلې ملاتړ اعلان کړی، خو د ای سي سي یا کرېکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې باید هره بشپړ غړی هېواد د ښځو ملي لوبډله هم ولري او یوازې بشپړ غړي هېوادونه کولای شي، ټسټ لوبې وکړي.

بل لور د کرېکټ نړیوالې شورا په یوه اعلامیه کې ویل شوي دوی د ښځو کرېکټ ودې او پراختیا ته ژمن دي او 'په افغانستان کې له یو شمېر ننګونو سره سره له ۲۰۱۷ راهیسې چې افغانستان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي، دې لړ کې پاموړ پرمختګونه شوي. '

په اعلامیه کې ویل شوي، 'ای سي سي په افغانستان کې رامنځته شوي بدلونونه څاري او د وروستیو رپوټونو له کبله اندېښمن یو چې وايي، ښځو ته به له دې وروسته د کرېکټ لوبو اجازه نه ورکول کېږي. د ای سي سي مدیریت په راتلونکې غونډه کې به پر دې موضوع بحث وشي. '

بل لور د افغان کرېکټ بورډ اجرايي مشر حامد شینواري له ایس بي سي سره ټیلیفوني مرکه کې په دې هکله وویل:

'' موږ تر اوسه د حکومت له لوري هېڅ خبر نه لرو. ''