د فوټبال ملي لوبډلې ځیني ښځینه لوبغاړې پرتګال کې د فوټبال تمرین کوي

ښځینه فوټبال لوبډله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځیني لوبغاړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده ووتل د پرتګال په لیسبون کې تمرینونو پیل کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغه ښځینه لوبغاړې له خپلو کورنیو سره په پرتګال کې پناه اخیستي او اوس د فوټبال د نړیوال ستوري کریستیانو رونالډو په هېواد کې فوټبال کوي.

د ښځینه فوټبال لوبغاړو له ډلې یوې د فرانسې خبري آزانس ته ویلي:

''باور مې نه راځي، ډېره خوشحاله یم چې بیا هم کولای شم فوټبال وکړم، زه په پرتګال کې خوشحاله یم ځکه چې کریستیانو رونالډو هم د همدې هېواد دی. ''

د رمزې په نامه د فوټبال بلې لوبغاړې هم ویلي هیله منه ده چې له کریستیانو رونالډو سره د لیدلو هیله یې پوره شي.

ښځینه فوټبال لوبډله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پرتګال حکومت وايي د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې یې د امریکا په مرسته له افغانستانه ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ځیني نورو ښځینه لوبغاړو د بریتانیا سکای تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان ته تللي او د بریتانیا له حکومت نه یې غوښتنه کړې چې په عاجله توګه ورته پناه ورکړي.

له دې ډلې نه یوې چې ۱۸ کاله عمر لري ویلي هغه او د فوټبال نورې لوبغاړې غواړي چې بیا هم فوټبال وکړي خو په وینا یې طالبانو له ورزش نه منع کړي وو.

ښځینه فوټبال لوبډله، افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

تېره میاشت د فوټبال ښځینه لوبډلې کپتانې خالده پوپل خبري رسنیو ته ویلي وو چې ''شاخوا ۴۰۰۰ ښځې او نجونې د فوټبال له فیدراسیون سره په بېلا بېلو برخو کې ثبت شوې وې. ''

دغه راز د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم ځینو ښځینه لوبغاړو هم ویلي چې د طالبانو له وېرې پټې دي.

د دوی په وینا ''هغه ښځې چې په افغانستان کې کرېکټ یا نور ورزشونه کوي خوندي نه دي. ''