د سعودي د تېلو شرکت تاریخي ګټه؛ ارامکو تېر کال ۱۶۱ میلیارده ډالره ګټه کړې وه

امين ناصر

د عکس سرچینه، AFP

د سعودي د تېلو ملي شرکت ارامکو اعلان وکړ چې تېر کال یې د شرکت خالصه ګټه له ۱۶۱ میلیاردو ډالرو زیاته وه چې دا اندازه د ارامکو شرکت لپاره یوه تاریخي ګټه ده.

دا ګټه د ۲۰۲۱ کال پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.

وروسته له هغه چې تېرکال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ د انرژۍ بیې ورسره د پام وړ لوړې شوې او دا کار د دې لامل شو چې د تېلو صادرونکي هېوادونه د تېلو صادرات ډېر کړي او ګټه ترلاسه کړي.

د سعودي ارامکو کمپنۍ ۹۵ سلنه ونډې د حکومت دي او دا کمپنۍ هم د حکومت تر کنټرول لاندې ده.

سعودي په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر تېل نورو هېوادونو ته صادروي. د خامو تېلو د لوړې بیې له امله د خلیجي هېوادونو اقتصادي وده هم چې چارواکي یې په تېر کال کې اته اعشاریه اوه سلنه یادوي د جي ۲۰ یا شلو پرمختللو هېوادونو له اقتصادي ودې لوړه ده.

په اوکرایین کې د جګړې له امله د تېلو نورو کمپنیو هم د ګټې خبر ورکړی دی.

د تېلو امریکايي کمپنۍ ایکسن موبایل تېر کال ۵۵ میلیارده ډالر ګټه کړې او د برېتانیا د انرژۍ کمپنۍ شیل انرژي نژدې څلوېښت ملیارده ډالره ګټه کړې ده.

اوس مهال په نړیوال مارکېټ کې د یو بېرل اومه تېلو بیه ۸۲ ډالر ده خو تېر کال پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د مارچ په میاشت کې د یو بېرل اومه تېلو بیه ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه.

د ارامکو شرکت مشر او اجراییه رئیس امین ناصر وايي، داسې اټکل کېږی چې نژدې راتلونکی د تېلو او ګازو اړتیا کمه شي، په دې صنعت کې د لږې پانګونې خطرونه شته او يو له هغو د انرژۍ زياتوالی دی.

نوموړي وویل، د دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره به شرکت نه یوازې د تېلو، ګازو او کیمیاوي تولیداتو پراختیا ته پام وکړي، بلکې د نویو ټیکنالوژیو په ترلاسه کولو کې به هم پانګونه وکړي چې لږ کاربن تولیدوي.

په هر حال ، د تېلو پر دې ستر شرکت تل د چاپېريال فعالانو له خوا نيوکې کېږي. دوی ارامکو په نړۍ کې د شنه کوريزه ګازونو تر ټولو لوی تولید کوونکی بولي چې وايي د اقلیم بدلون کې خورا لويه ونډه لري.