د سعودي د تېلو 'ارامکو' شرکت د ریکارډ کچې ګټه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان د تېلو ارامکو شرکت د ۲۰۲۲ کال دویمه ربع کې د ریکارډ کچې ۴۸ اعشاره ۴ میلیارد ډالر ګټلي دي. دا د تېر کال د همدې مودې پرتله د دغه شرکت ګټه کې ۹۰ سلنه لوړوالی ښيي.
ارامکو د ۲۰۲۲ کال لومړیو دریو میاشتو کې د ۳۹ اعشاریه ۸ میلیارد ډالرو ګټې ریکارډ جوړ کړی و چې اوس یې پخپله مات کړی دی.
د روسیې لخوا پر اوکرایین له برید سره نړۍ کې د تېلو او ګازو بیې پام وړ لوړې شوې.
روسیه د نړۍ په کچه د تېلو له سترو صادرونکو ده خو لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې د انرژۍ له اړخه به پر دغه هېواد تکیه کموي.
ارامکو د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکت دی او اوس یې ویلي چې د کال درېمې ربع لپاره به د خپلو ونډو په ۱۸ اعشاریه ۸ میلیارد ډالر ګټه کې بدلون نه راولي.
دې کمپنۍ د تېلو ډېرېدونکې تقاضا او غوښتنې ته په کتو ویلي چې خدمات به نور هم پراخ کړي.
د ارامکو رییس او اجرائیه مشر امین ناصر وايي "موږ فکر کوو چې پر لنډمهاله نړیوالو وړاندوینو له مخ پر ځوړ اقتصادي فشارونو سره سره به روانه لسیزه کې د تېلو تقاضا همداسې په ډېرېدو وي."
د تېلو بیې د اوکرایین له جګړې مخکې هم له دې کبله په لوړېدو وې چې د نړۍ اقتصاد له کورونا وبا د رغېدو په حال کې و او تېلو ته اړتیا په ډېرېدو وه.
پر ارامکو سربېره د اېکسون موبیل، شېورون او برېتش پېترولیم (بي پي) په څېر نړۍ د تېلو نورو سترو تولېدونکو هم روان کال پام وړ لوړه ګټه ثبت کړې.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې توګه له دولتونو هم دا غوښتنه په ډېرېدو ته چې له دغو شرکتونو ډېرې مالیې او ټکسونه واخلي.
سعودي عربستان د تېلو د سترو صادرونکو اوپېک سازمان کې تر ټولو ستر تولېدونکی دی.
د اوپېک غړي تېره اوونۍ پر دې سلا شول چې د بیو ټیټېدو لپاره د تېلو تولید یو څه ډېر کړي.
خو د تولید د زیاتوالي دا ژمنه هغومره نه ده چې تمه او غوښتنه یې کېږي.












