سږ کال د سعودي د تېلو 'ارامکو' شرکت ۳۰۰ سلنه ګټه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي د تېلو لوی شرکت "ارامکو" د ګټو کچه څلور برابره لوړه شوې ده.
د روان کال له پیله تر اوسه د خامو تېلو بیله هم هلته ۳۰ سلنه ختلې ده.
په نړۍ کې د تېلو د د تولید دغه لوی شرکت وايي، خالص عواید یې په سلو کې ۲۸۸ سلنه (۲۵٫۵ میلیارد ډالره) لوړ شوي دي.
د ارامکو اجرایوي مشر امین الناصر هیله ښودلې چې د روان ۲۰۲۱ کال پاتې میاشتو کې به یې ګټه لا پسې ډېره شي.
الناصر زیاتوي، د کال په دویمه ربعه کې د شرکت تولید تېلو د نړیوالې تقاضا پربنسټ لوړ شوی او دا باور هم شته چې راتلونکی پړاو به تر دې هم ښه وي.
ارامکو ویلي، د کورونا وبا او د واکسین محدودیتونو او اقتصادي فعالیت د دوی د عوایدو لوړولو کې رول لوبولی او تقاضا یې ډېره شوې ده.
تېلو ته د نړیوالې تقاضا ډېرېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره میاشت د امریکا د انرژۍ لوی شرکت اکسون موبیل د کال دویمه نیمايي کې عوايدو کې د ۴٫۷ میلیارد ډالرو لوړوالي اعلان کړی و، حال دا چې د تېر کال په همدې موده کې یې یو میلیارد ډالر زیان کړی و.
په اروپا کې، رویل ډچ شل ویلي، په څه باندې دوو کلونو کې کې یې ګټه کړې ده.
په داسې حال کې چې حکومتونه د کوویډ محدودیتونه کموي او ژوند ورو-ورو عادي حالت ته ستنېدونکی دی، په نړیواله کچه تېلو ته تقاضا هم ورسره په لوړېدو ده.
د "اوپیک پلس" ډلې تر هوکړې وروسته د یو بیرل خامو تېلو بیه تر ۷۰ ډالرو لوړه شوې ده.
د بریتانیا د ګاډو د خدمتونو شرکت (راک) ویلي، د سونتوکو بیې په تېرو اتو کلونو کې ډېرې لوړې کچې ته رسېدلې دي.
ددغه شرکت ویاند ویلي: "اوس بیې پر یوه لوري روانې دي".
سعودي په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، خو تېر کال په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو له راټیټېدو او د تولید د کچې کمېدو سره یې صادرات کم شول.
ارامکو د مالي ارزښت له اړخه د نړۍ له مهمو شرکتونو ګڼل کېږي، چې ددې شرکت ډېره برخه د حکومت په لاس کې ده.
د ارامکو د ۲۰۱۶ کال د رپوټ پربنسټ، دا شرکت د نړۍ د تېلو د تولید شاوخوا ۱۲٫۵ سلنه پوره کوي او ۲۶۱٫۱ میلیارد بیرله احتیاطي تېل هم لري.











