په ۲۰۲۰ کې د سعودي د تیلو شرکت ارامکو ګټه نږدې ۴۵ سلنه کمه شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودی د نفتو شرکت ارامکو اعلان وکړ چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې یې ګټه د اوړم کال پرتله ۴۴ اعشاریه څلور سلنه کمه شوې ده.
د دې شرکت چارواکو ویلي ګټه یې ځکه کمه شوې چې د کورونا وېروس له امله په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو بیه ټیټه شوې وه. خو له دې کموالي سره ، سره ارامکو په تېر کال کې د ۴۹ ملیارده ډالرو په ارزښت ګټه کړې ده او د مالي ارزښت له پلوه لا هم په نړۍ کې یو مهم شرکت دی.
د دې شرکت د ونډو ډېره برخه د سعودي حکومت اړوند دي، نو ځکه یې د کلنۍ ګټې کموالی له مالي پلوه پر سعودي حکومت فشار زیاتوي. دا فشار داسې مهال دی چې سعودي د ملیاردونو ډالرو په لګښت نوې لویې پروژې پیل کړي دي.
د سعودي حکومت اقتصادي تکیه تر ډېره د تیلو پر صادراتو ده، خو د دې لویو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي د مالي عاید نورې سرچینې هم ولري.
ارامکو په یوه بیان کې ویلي په ۲۰۲۰ کال کې یې د ۴۹ ملیارده ډالرو په ارزښت ګټه کړې ده خو په ۲۰۱۹ کال کې یې ۸۸.۲ ملیارده ډالره ګټه کړې وه.
سعودي عرب په نړۍ کې د تیلو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، خو په تېر کال کې یې په عایداتو کې د تیلو بیو کموالي له امله ډېر کمی راغلی وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ارامکو بیان کې ویل شوي چې د " تیلو په صنعت کې د دې تر ټولو سخت پړاو " سره، سره شرکت خپلې چارې سمې پرمخ بوولي دي.
په دې تېرو اونیو کې د تیلو بیې بیا لوړې شوي او د یوه برمیل بیه تر ۶۰ ډالرو رسېدلې ده، خو کارپوهان وايي دا شرکت له لا نورو مالي ستونزو سره مخامخ شي، او د دوی په وینا دا مالي ستونزې د سعودي د اقتصاد پر غوړېدو منفي اغیز کوي.
د ارامکو شرکت مشر امین الناصر ویلي ارامکو وکولی شول چې د تېرکال په اوږدو کې په نړیوال مارکیټ کې خپل مالي ځواکمنتیا وساتي او ونډه والو ته یې په ۲۰۲۰ کال کې ۷۵ ملیارده ګټه رسېدلې ده.
کارپوهان وايي د تیلو له درکه د سعودي عرب د عایداتو کموالی به د دغه هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان د هغه لرلید پلي کول هم ټکنی کړی چې د ( ۲۰۳۰ لرلید) په نوم یادیږي او موخه یې هېواد کې پراخ اقتصادي سمونونه دي، هغه سمونونه چې په پلي کېدو سره به یې د سعودي اقتصادي تکیه یوازې پر تیلو نه وي.
محمد بن سلمان تېره جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې هېواد یې غواړي راتلونکو کلونو کې د ارامکو شرکت نورې ونډې هم وپلوري.
خو کارپوهان په دې نظر دي چې د ونډو په پلورلو سره به ستونزمنه وي چې سعودي نوره پانګونه جذب کړي، ځکه د کورونا وېروس له امله د انرژۍ مارکیټ له ستونزو سره مخ دی او په نړیواله کچه تقاضا کمه شوې ده.










