حوثیانو د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو بریدونه کړي

یمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

دا بریدونه په دمام، عسیر او جازان ښارونو کې پر مختلفو اهدافو شوي.

راس تنوره کې د ارامکو شرکت د تیلو زېرمې هم پکې په نښه شوې دي.

حوثیانو ویلي: "د ۱۴ بې پیلوټه الوتکو او ۸ توغندیو په وسیله یې د عربستان د خاورې زړه هدف ګرځولی دی."

د سعودي دفاعي چارواکو ویلي د راس تنوره پر نفتي تاسیساتو یې چې له دغه هېواد د تیلو صادراتو ته خورا مهم دي، د بې پیلوټه الوتکې برید شنډ کړی او دا الوتکه یې هدف ته تر رسېدو وړاندې د هوايي دفاع سیستم په وسیله نسکوره کړې ده.

له دې سره دمام ښار کې د ارامکو شرکت اړوندې استوګنیزې مجتمع ته نږدې هم یو بالیستیک توغندی د دفاعي سیستم په وسیله ویشتل شوی دی.

د سعودي عربستان چارواکي وايي دغو بریدونو د سر زیان نه دی اړولی.

د دغه هېواد د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ویلي په دغو بریدونو کې "د انرژۍ د بازار ثبات او د نړیوال اقتصاد امنیت" په نښه شوي دي.

حوثیانو تېره پنجشنبه هم جدې ښار کې د ارامکو شرکت پر نفتي تاسیستانو د برید خبر ورکړی و.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو او د امریکا متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې د یمن د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو هڅې ډېرې کړې دي.

په دې لړ کې د امریکا نوې ادارې د یمن د حوثي ملیشې نوم چې ویل کېږي د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ترهګرو سازمانونو له لیست ایستلی او له سعودي عربستان سره یې د یمن جګړه کې پوځي همکاري ځنډولې ده.

د یمن کورنۍ جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.