پر سعودي تېلو برید؛ ایران د امریکا تورونه درواغ وبلل

د عکس سرچینه، JAVAD ZARIF FACEBOOK
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکایي سیال مایک پومپیو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په سعودي کې د دغه هېواد د تېلو لوی شرکت "ارامکو" اړوند د تېلو پر دوو مهمو چڼځیو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو کې ایران لاس درلود. ښاغلي ظریف ویلي، امریکا بشپړ درواغ پیل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا غوښتل د بندیزونو له لارې پر ایران فشار راوړي، خو اوس چې هغه تګلاره یې ناکامه شوه نو درواغ یې پیل کړي دي.
د ښاغلي ظریف په وینا، امریکا او سعودي د یمن په جګړه کې پاتې راغلي، ځکه دوی فکر کاوه چې په وسلو او تجهیزاتو به دا جګړه وګټلی شي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په سعودي کې د دغه هېواد د تېلو لوی شرکت "ارامکو" اړوند د تېلو پر دوو مهمو چڼځیو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مسؤولیت ګوته ایران ته نیولې وه. ښاغلي پومپیو د هوثيانو له خوا د پړې منل رد کړل او ایران یې د دې بردی اصلي ترسره کوونکی وباله.

د عکس سرچینه، Reuters
ارامکو شرکت د سعودي حکومت اړون دی. د تېلو پر دغو چڼځیو د بریدونو مسؤولیت یمن کې حوثي یاغیانو منلی دی.
سعودي عربستان چې د لوېدیځ په ملاتړ د ټلوالې مشري کوي، یمن کې په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت ملا تړي، خو ایران بیا هلته د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.
په یوه وېډیو کې ښکاري چې د بقیق سیمې له هغه ځایه لوګی پورته کېږي چې د تېلو چاڼ پکې کېده. بل برید په خریص نفتي سیمه کې شوی.
د سعودي رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له خولې ویلي "د شنبې په ورځ ګهیځ څلور بجې د ارامکو شرکت ددغه شرکت په دوو چڼځیو کې بل شوي اورونه ګل کړل، دا اور د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله بل شوی و."
بقیق له ظهران سیمې نه سوېل لوېدیځې خوا ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره لیرې پرته ده، خو خریص بیا سوېل لوېدیځ کې شاوخوا ۲۰۰ واټن لري.
د سعودي د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان ویلي، دا بریدونه په هېواد کې د ورځې ۵٬۷ میلیون بیرلو (بلرو) تېلو خامو تېلو د تولید کچې کمېدو لامل شوي.
د سعودي خبري اژانس د بن سلمان له خولې ویلي، د بریدونو له کبله په بقیق او خریص کې د تېلو تولید په موقت ډول درول شوی.
د حوثیانو یوه ویاند ویلي، په دې برید کې یې له ۱۰ الوتکو ګټه اخیستې ده. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ټویټ کې ویلي "دا بریدونه د نړۍ پر تېلو برید دی. موږ په ښکاره له نړیوالو غواړو چې د ایران دا برید وغندي."










