سعودي د تېلو لوی دولتي شرکت 'ارامکو' ځینې ونډې ازاد بازار ته وباسي

أرامكو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي هیله لري چې د دغه شرکت ارزښت به له یوه نېم ترېلیون ډالرو پورته وي.

سعودي عربستان د دغه هېواد د تېلو د دولتي شرکت ارامکو تر دوو سلنو ونډې ازاد بازار ته وړاندې کوي. سرچينې وايي د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان لخوا د دغو ونډو د ازادېدو اجازه ورکړل شوې او ښايي یکشنبه رسماً دا اعلان وشي.

سعودي هیله لري چې د دغه شرکت ارزښت به له یوه نېم ترېلیون ډالرو پورته وي. فکر کېږي چې سعودیان اوس د دغه شرکت له یوه تر دوو سلنو پورې ونډې ازادوي او ښايي دا اندازه تر پنځه سلنې لوړه شي.

سعودي سلاکاران د شنبې په ورځ وتوانېدل چې د پانګوالو د ملاتړ په موخه د ارامکو د ونډو پلورلو بیه ترلاسه کړي.

سعودي تمه لري چې په دې کار سره به په نړیوالو شرکتونو کې د سعودي دتېلو د دغه دولتي شرکت ارزښت لا ډېر شي. په ازاد بازار کې د ارامکو د ونډو رسمي کار به په راتلونکې دسمبر میاشت کې پیل شي.

د سعودي د انرجۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان ویلي "په ازاد بازار کې د دغه شرکت د ونډو اعلان که څه هم وځنډېد، خو حتمي دی او د وخت ټاکل یې د ولیعهد محمد بن سلمان په لاس کې دي، چې د تېرې جمعې پر ورځ یې د سیمه ییزو پانګوالو د کافي ملاتړ د نشتوالي له کبله دې کار ته زرغون څراغ ښودلی دی."

شنونکی جان مایر وايي "بهرني پانګوال د سعودي پر وړاندیز شوې لومړنۍ بیې (دوه ټرېلیون ډالر) قانع نه دي." تېر کال ازاد بازار ته د ارامکو د سپارلو چاره د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژلو پېښې سیوری غوړلی و.

ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ کې د خاشقجي وژلو ګڼ اروپايي مشران له سعودي سره پرېکون ته اړایستل.

خو د تېرې سې شنبې په ورځ د سعودي پلازمېنه ریاض رېټز کارلټون لوکس هوټل د HSBC, Blackstone, BlackRock او Colony Capital د مشرانو کوربه و.

څه کم ۲۴ میاشتې وړاندې، په دې هوتل کې د سعودي څه باندې ۲۰۰ سوداګر، وزیران او شهزادګان د فساد په تور بندیان وو.

ارامکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارامکو شرکت د سعودي په ټولو برخو کې، چڼ ځایونه، ټانکرونه، د تېلو نل لیکې او د څېړنو یو مرکز لري، نوره نړۍ کې هم څانګې لري.

ارامکو په لسو ټکو کې:

  • د تېلو نړیوال بازار او صادراتو کې د سعودي تر ټولو لوی شرکت دی.
  • په ۱۹۳۳ کال جوړ د یوه امریکايي شرکت په بڼه جوړ شوی، خو په ۱۹۴۴ کال د ارامکو په نامه مشهور شو، دا نوم د عربي- امریکايي تېلو د شرکت لنډیز دی.
  • د تېلو لومړنی تولید یې د دمام ۷ له څا نه په ۱۹۸۳ کال پیل کړ.
  • دا شرکت ورو - ورو د سعودي ملکیت شو او بالاخره په ۱۹۸۰ کال بشپړ د سعودي په لاس کې شو.
  • په ۲۰۱۵ کال، دا شرکت له اداري پلوه د تېلو له وزارته جلا شو او د هغه وخت د شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ لویه شورا ورته وټاکل شو، شورا وویل دا بدلون ارامکو ته لا ډېره خپلواکي ورکوي. یاده شورا له لسو غړو جوړه ده، چې پنځه غړي یې د ارامکو د اداري شورا غړي دي.
  • یاد شرکت د نړیوالو د اړتیا وړ تېلو ۱۵ سلنه (۲۶۵ میلیارد بیرله) تېل او ۲۸۸ ټرېلیون مکعب ګامه غاز تولید کړی.
  • سعودي ددغه شرکت بیه کابو دوه ټرېلیون ډالره اټکل کړې، خو اقتصادي کارپوه سټیفن کلافام د ارامکو کلنی عاید ۱۸۵ میلیارد ډالر اټکل کړی، په دې معنا که د شرکت بیه دوه ټرېلیون ډالره وي، نو له کلني عاید یې لس برابره ډېره بیه ده.
  • دا شرکت د سعودي په ټولو برخو کې، چڼ ځایونه، ټانکرونه، د تېلو نل لیکې او د څېړنو یو مرکز لري، نوره نړۍ کې هم څانګې لري.
  • ارامکو هره ورځ څه باندې لس میلیونه بیرله تېل خرڅوي، چې د نړۍ ونډو بازار کې د تېلو تر ټولو لوی شرکت اکسون موبېل له تولید درې برابره لوړه شمېره ده.
  • په دې شرکت کې ۶۵ زره کسان کار کوي.