د سعودي ارامکو؛ څنګه د نړۍ تر ټولو ګرانبیه کمپنۍ شوه؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ریاض ونډو بازار کې د سعودي د تر ټولو لویې تېلي کمپنۍ "ارامکو" د ونډې ارزښت تر لومړنۍ بیې لس سلنه زیات شو.
ارامکو د خپلې ګرانبیه ونډې شریکولو سره اوس نړۍ کې تر ټولو ګرانبیه کمپنۍ شوه.
د ونډې شریکولو لپاره د لومړنۍ بیې ټاکلو سره د دې کمپنۍ د ونډې ارزښت لس سلنه ډېر شو.
تېره اونۍ دې کمپنۍ د خپلې لس سلنه ونډې پلورلو سره ۲۵،۶ میلیارد ډالر وګټل.
ارامکو په نړیواله کچه د خامو تېلو تر لسمې برخې ډېر تولیدوي.
د سعودي شاهي کورنۍ د دې کمپنۍ د ونډې خصوصي کولو موخه د هغه پلان برخه ده چې له مخې یې غواړي دا شاهي هېواد پر تېلو تکیه کمه کړي.
له پلورل شوې ونډې ترلاسېدونکې پیسې د انرژۍ په ځای نوره پانګونه کې وکارېږي.
د ارامکو لس سلنې ارزښت زیاتېدو سره د ریاض "تداول" ونډو بازار دې کمپنۍ ارزښت ۱،۸۸ تریلین ډالر وټاکه.
د ۱،۸۸ تریلین ارزښت لرلو سره ارامکو په اسانۍ د نړۍ تر ټولو ګرانبیه کمپنۍ شوه، خو بیا هم له هغه حد یا دوه ټریلیون ډالرو ارزښت وروسته پاتې ده چې شهزاده محمد بن سلمان ورته ټاکلی.
خو بیا هم د ارامکو ونډه د نړۍ تاریخ کې تر ټولو ګرانبیه ده او د چین له علي بابا کمپنۍ یې شاته پرېښوده چې پر ۲۰۱۴ کال یې نیویارک کې د خپلې ونډې پلورلو سره ۲۵ میلیارد ډالره وګټل.
تر مارکېټ سخت سفر

د عکس سرچینه، Getty Images
ارامکو د ونډو پلورلو لپاره تر مارکېټ سخت سفر درلود.
د ونډو اخیستو لپاره د بهرنیو هېوادونو د لېوالتیا نه لرلو وروسته سعودي د ۱،۵ ونډې پلورلو لپاره پر کورنیو او سیمه ییزو پانګوالو تکیه وکړه.
سعودي د ونډو بازار کې له خپل کورني تداول او یوه بهرني شرکت د ارمکو د سل میلیارد ډالرو وندې پلورلو غوښتنه وکړه.
خو دا پلان هغه وخت وځنډېد چې بهرنیو پانګوالو موسمي یا اقلیمي بدلون، سیاسې خطر او د کمپنۍ معاملو کې پر نه روڼتیا اندېښه وښوده.
نړیولې ادارې د کمپنۍ پر اټکلي ارزښت هم یوه خوله نه وې په دې دلیل ارامکو لندن او نیویارک کې د خپلې مشهورتیا ناستې لغوه کړې.
سعودي پر خپلو وګړو او او ملګرو خلیجي پانګوالو خپل پام ټول کړ. ور سره ټول هېواد کې د مشهورتیا هڅو کې سعودي بانکونو خپلو وګړو ته ارزانه پورونه ور کړل چې دا ونډه واخلي.
پر نوې لار د سعودي اقتصاد د روانولو او پر تېلو د تکیې کمولو پلانونو کې د ارمکو د ونډو پلورلو ته هم ډېر اهمیت ور کړل شوی دی.
شاهي حکومت د لویو پلانونو بشپړولو او د نویو صنعتونو د پرمختګ لپاره لسګونه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېری په دې تمه و چې د سعودي ارامکو ونډو ارزښت ډېر زیات شي. د دې وجه د سعودي هغه پیاوړي پانګوال او ملاتړي و چې پر سر کې د ونډې پېرلو غوښتنه ترې شوې وه.
په خلیج کې د سعودي ملګرو هېوادونو متحده عربي اماراتو او کویت هم د میلیاردونو ډالرو پانګونې سره د دې ونډو د پلور په جګېدو کې مرسته وکړه.
د سعودي د انرژۍ وزیر باوري دی چې راتلونکو ورځو کې به د دې کمپنۍ ارزښت له دوه ټریلیون پورته شي.
شنونکي تمه لري چې د کمپنۍ د ونډې ارزښت به نژدې راتلونکي کې ثابت وي، خو زیاتوي چې اوږدمهال کې د دې ارزښت ساتل به ازمېښت وي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اقتصادي ستراتیژۍ مخکښ دی، غواړي عمومي بازار کې د ونډو پلورلو سره هغو مهمو نوښتونو پلي کولو ته مالي ملاتړ پیدا کړي چې د ۲۰۳۰ لرلید پروګرام برخه دي.
د دې پروګرام موخه نویو صنعتونو او څو میلیارد ډالرو پروژو سره د سعودي عربستان اقتصاد ماډرنول دي.
ارامکو څنګه جوړه شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ارامکو بنسټول هغه مهال پیل شول چې پر ۱۹۳۳ کال سعودي له "سټنډرډ ایل کلیفورنیا" شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د عربي- امریکايي تېلو شرکت یا ارامکو پر ۱۹۴۴ کال د "سټنډرډ ایل کلیفورنیا-عربي" شرکت د نوم په بدلولو سره رامنځ ته شو.
پر ۱۹۷۶ کال سعودي د دې شرکت ټوله ونډه خپله کړه او نوم یې سعودي ارامکو کړ.
پر ۱۹۸۸ کال د سعودي د تېلو شرکت جوړ شو او د ارامکو ټولې چارې او تاسیسات یې خپل واک کې واخیستل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه کاله مخکې له سعودي وغوښتل چې د ارامکو ونډې د نیویارک ونډو بازار ته وړاندې کړي.
هغه وویل، امریکا ته دا ډېره مهمه ده چې د ارامکو ونډې اول ځل امریکا کې وړاندې یا عرضه شي او دې کار سره به منندوی وي.
هغه مهال ویل کېدل چې ارامکو به پر ۲۰۱۸ کال خپله ونډه وړاندې کړي، خو تراوسه داسې ونه شول.








