تېل څنګه د نړۍ یو ګرانبیه توکی شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۸۵۹ کال د اګسټ پر ۲۷ یو مهم پیغام ورسېد، چې امریکايي سوداګر ایډون ډریګ د صبر کاسه یې وڅڅوله.
پیغام کې لیکلي و: خپل پور ور کړه، تسلیمي ومنه او کور ته لاړ شه.
ډریک د راک ایل هڅه کوله. دا یو ډول قهوه يي رنګ خام تېل و چې زېمی خوړتکې یې یې لوېدیځه پنسلوینیا کې لیدل شوې وې.
د ډرېک ارداه دا وه چې له راک ایل د خاورو تېل وباسي، چې څراغ روښان کړي.
هغه مهال د څراغ روښانولو لپاره له وهیل اېستل کېدونکي تېل کارېدل چې ورو ورو ګارانېډل.
په هر حال له پیغام ترلاسولو مخکې هم یوه کندنه کې تېل میلاو شول، خو چې واېستل شو، زور یې دومره و چې له ځمکې یې داره تر ۲۱ مترو پورته تله.
دې سره د وهیل کبانو ژوند وژغورل شو او نړۍ کې یو لوی بدلون راغی.
د تېلو له موندلو کار وروسته

د عکس سرچینه، EPA
نیویارک ټایمز یوه رپوټ کې وايي، چې پر ۱۸۶۴ کال د پنسلوینیا په پټ هول ښار کې تېل وموندل شول، هغه مهال دلته په لسګونه میله سیمه کې پنځوس کسان نه اوسېدل.
خو د تېلو پیدا کېدو سره یو کال کې دلته لس کسان استوګن شول. ۵۰ هوټلونه، د هې،اد بوختې ډاکخانې یوه پوسته، دوه ټیلیګرام مرکزونه او په لسګونو قهوه خونې جوړې شوې.
بدل شویو حالاتو کې هلته څو کسان مشران و. خو پټ هول د یوه ریښتوني اقتصادي ښار نور اړین شرطونه پوره نه کړل. نتیجه دا شوه چې یوه کال کې د پټ هول دا ښکلا مړاوي شوه.
د پټ هول پر تېلو ولاړ اقتصاد ځواکمن نه شو، د تېلو لپاره زموږ تنده نوره هم ډېره شوه.
په نړیواله کچه انرژۍ ته اړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس حالات داسې دي چې ویل کېږي د نړۍ اقتصاد پر تېلو لوند دی او دا د نړۍ د انرژۍ درې برخې اړتیا پوره کوي.
تېل له ډبرو سکرو زیات دي او د اټومي انرژۍ، بادي برېښنا او نورو نادودوې انرژۍ له ټولو سرچینو دوه چنده دي.
تېل او ګاز انرژۍ زموږ د غوښتنې څلورمه برخه اړتیا پوره کوي، د پلاستیک برخه کې هم خام مال تیاروي.
پر دې سربېره د ټرانسپورټ څانګه هم ده، اډیون ډریک فکر وکړ چې پټرول څوک اخلي، خو کمبسټن انجن یې پوښتنه ځواب کړه.
له ګاډو نیولې تر ټرکونو، باري الوتکو نیولې تر جېټ الوتکو، دا هغه تېل دي چې زموږ نړۍ چلوي.
دا به هیښوونکې نه وي که وایو، د تېلو بیه ښايي د نړۍ تر ټولو مهمه بیه وي، چې د نورو توکو بیه هم پر ولاړه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ۱۹۷۳ کال څو عرب هېوادونو د تېلو پلور بندولو خبره وکړه، چې ور سره شپږ میاشتو کې د هر بېلر یا بېرل بیله له دریو نه ۱۲ ډالرو ته پورته شوه.
دې سره نړۍ کې اقتصادي سستي رامنځ ته شوه. پر ۱۹۷۸، ۱۹۹۰ او ۲۰۰۱ کې د تېلو د بیې زیاتېډو سره امریکا د اقتصادي کړکېچ سره مخ شو.
ځینې اقتصادپوهان په دې باور دي چې د تېلو د بیې ډېر لوړېډو له امله پر ۲۰۰۸ کال نړیوال اقتصاد له کړکېچ سره مخ شو، په داسې حال چې دا پړه پر بانکي نظام اچول کېږي.
څومره چې د تېلو بیه لوړېږي هغومره اقتصاد هم همغه لار خپلوي، خو پوښتنه دا ده چې موږ ولې پر تېلو دومره ولاړ یو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډینیل یرګن د ډي پرایز په نوم کتاب د تېلو پر تاریخ لیکلې، چې پیل یې د ونسټن چرچل پر ستونزه کړی دی. پر ۱۹۱۱ کال چرچل د رایل نیوي یا شاهي سمندري ځواکونو مشر ګومارل شوی و.
له څو لومړنیو پرېکړو یې یوه دا وه وه او موخه یې په دې پوهېدل و چې برتانیا د وېلس پر ډبرو سکرو خوندي زېرمو یا لرې فارس(اوسني ایران) کې پر تېلو چلېدونکي نویو جنګي بېړیو سره مخ پروده جرمني له ننګونو سره مخ کړي.
پوښتنه دا وه چې په دا ډول ناخوندي زېرمو څوک باور کولی شي؟ ځکه په تېلو چلېدونکې جنګۍ بېړۍ په بیړه جوړې شوې وې او کمو خلکو ته پکې اړتیا وه، خو دې جنګي بېړیو د وسلې او مرمیو وړلو ډېره وړتیا لرله.
له ډبرو سکرو غوره سونتوکي

د عکس سرچینه، Rex Features
د ۱۹۱۲ اپرېل کې د چرچل پرېکړه د دې منطق له مخې وه، چې پر تېلو زموږ ډېر انحصار دی او له دې وروسته به د نړیوال سیاست مخ بدل کړي.
د چرچل له پرېکړې وروسته برتانوي خزانې د بي پي یا برېټیش پټرولیم مخکښې اینګلوفارس تېلو کمپنۍ ډېره برخه واخیسته.
پر ۱۹۵۱ کال د ایران حکومت دا د ایران د تېلي ملي کمپني کړه. انګرېزانو احتجاج وکړ. دا زموږ کمپني ده.
ایران ځواب ور کړل دا زموږ تېل دي. وروسته نړۍ کې هم بیا پر دې خبره بحث کېده.
ځینې هېوادونه د تېلو برخه کې ډېره رول لري. سعودي د تېلو د ډېرو زېرمو په سر د ځمکې په مخ یو تر ټولو شتمن هېواد دی
د سعودي دولتي کمپنۍ ارامکو د امریکا له اپل، ګول یا امازون څو ځله ډېره شتمني لري.
خو دا کمپنۍ وروستیو کې د ډرون بریدونه نښه وګرځېده چې له امله یې د تېلو بیې لوړې شوې.
له عراق نیولې تر ایران او وینزویلا نیولې تر نایجریا په تېلو بډای هېوادونه د دې زېرمو منندوی دي، خو کارپوهان د دا تېل لعنت بولي.
په ۱۹۶۰ کلونو لومړیو کې د وینزویلا د تېلو وزیر جوان پابلو پیریز الفونزو په دې تړاو ډېر ښه وضاحت کړی دي. هغه په ۱۰۷۵ کال یوه خبره ده. تېل د شیطان متیازې دي. او موږ دې متیازو کې ډوب یو.
تېل ولې دومره لویه مسله ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېلو اېستلو سره کرنسي یا سیکې ارزښت زیاتېږي او په اړوند هېواد کې له تېلو پرته هرڅه ګرانېږي.
مطلب ده چې د مینو فیکچرنګ یا پېچلي صنعت وده سختېږي.
په تاریخي ډول ډېرو سیاستوالو د خپلو او خپلو ملګرو هېوادونو لپاره د تېلو د انحصار هڅه کړې، امریت یا مشرۍ نادوده خبره نه ده، د چا لپاره پیسه ده، خو دې سره اقتصاد کمزوری کېږي.
ځګه موږ د تېلو په ځای د بل څه کارولو هیله لرو، د هوا تودوخه یا اقلیمي بدلون یوه بله ستونزه ده.
خو تېل د بېټریو لپاره په خپل ځای ځکه دي چې لا هم ماشینونه په دې انرژۍ چلېږي او لا یې ځایناستی موندل شوی نه دی.








