د سعودي ارامکو مصر ته بیا تېل ورکول ''پیلوي''

د عکس سرچینه، AFP
د مصر د تېلو وزارت ویلي دي، د سعودي عربستان ارامکو شرکت مصر ته د تېل تورید بیا پیلولو هوډ کړی دی.
د تېلو او معدني شتمنۍ وزیر طارق الملا ویلي، دا چاره به د پټرولو اړوند یوه پلاوي او سعودي ترمنځ د لاسلیک شوي سوداګریز تړون پربنسټ ترسره کېږي.
مصر په تېره نومبر میاشت کې وویل، له نړیوالو بازارونو به د خپلې اړتیا وړ تېل ترلاسه کړي.
مصر دا اعلان د ارامکو شرکت له خوا پر مصر د تېلو له درولو دوې میاشتې وروسته وکړ.
سعودي مصر ته خبرداری ورکړ و، چې د سعودي تېلو ورکول به د ۲۳ میلیارد ډالرو د هوکړې له مخې تر نامعلوم وخت پورې ودرول شي.
دا مهال د تېلو د بیا ورکړې لپاره مهال وېش جوړېږي.
ځینې رپوټونه وو، چې سعودي له مصر سره د سوریې د شخړې په تړا او د بشار الاسد له اصلي ملاتړې روسیې سره د مصر د ډېر نژدې کېدو له کبله یې د تېلو ورکولو هوکړه ځنډولې، ځکه چې روسیه له سعودي سره د سوریې په تړاو ټینګ مخالفت لري.
خو ارامکو شرکت ویلي، اصلي خبره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیې لوړېدا له کبله دا پرېکړه شوې وه او سعودي د تېلو خپل تولیدات راټیټ کړل.
په ۲۰۱۳ کال د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروسته سعودي مصر ته میلیاردونه ډالر مرسته او پور ورکړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
مصر ته په تېره اپریل کې د سعودي پاچا سلمان سفر وکړ.
دواړو هېوادونو په راتلونکو پنځو کلونو کې مصر ته د سعودي ارامکو شرکت د وارداتو د تمویل پر ډېرېدا هوکړه وکړه.
دواړه هېوادونه د سوریې په تړاو اختلاف لري او یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف چوکاټ کې قاهرې د خپلو ځواکونو له استولو ډډه وکړه.








