سعودي کې د ښځینه فوټبال سیالۍ پیل شوې دي

د عکس سرچینه، AFP
په سعودي عربستان کې د کورونا وېروس له کبله تر یوې مودې ځنډ وروسته د ښځو د فوټبال لوبډله فعالیت پیل کړی دی.
په دې لوبو کې به تر ۶۰۰ ډېرې لوبغاړې د ریاض، جدې او دمام سیمو په ۲۴ لوبډلو کې ولوبېږي.
که څه هم د دوی لومړنۍ لوبه پر تلوېزیون ونه ښودل شوه، خو دا په لوبو کې د ښځو د ګډون یو ګام ګڼل کېږي.
په سعودي کې ښځو ته په فوټبال لوبو کې د لوبېدو اجازه نه وه او نه یې هم لوبغالو ته له نژدې د لوبو د لیدو فرصت درلود، خو په ۲۰۱۸ کې دا بندیز لیرې شو.
چارواکو د اوږدو کلونو لپاره ښځې له سپورت لیرې ساتلې وې، ځکه چې ځینو چارواکو په لوبو کې د ښځو ګډون د دوی د اخلاقي فساد پیلامه بلله.
د دغو لوبو د لومړي پړاو ګټونکې لوبډله به ۵۰۰ زره سعودي ریاله جایزه هم ترلاسه کوي.
د سعودي د سپورت اداره وايي، هدف یې له دې لوبو دا دی چې "ښځې سپورت او په ټولنیز ژوند کې د برخې اخیستو ته وهڅوي."
د لوبو روزونکي عبدالله الیامي عرب نیوز ورځپاڼې ته ویل "د ښځو او سړو دواړو لپاره دا یوه له خوښۍ ډکه ورځ ده. په هېواد کې له فوټبال سره د خلکو مینې ته په کتلو، هیله لرم چې لا ډېرې خویندې او مسلکې نجونې په لوبو کې ګډون وکړي."

د عکس سرچینه، AFP
ورځپاڼې د ۱۶ کلنې نجلاء احمد- چې پخپل ښوونځي کې فوټبال لوبه کوي، له خولې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې به خپلې لوبډلې ته ویاړ راوړي:
"راتلونکی کال به ۱۷ کلنه شم، چې دا قانوني عمر دی او به ګورم چې څوک مې مخه نیولی شي."
روانه اونۍ سعودي د ګولف ښځینه لوبې هم پیلوي.
خو ګوتنیوونکي بیا وايي، د سعودي حکومت په دې سره غواړي د ښځو حقونو برخه کې د فعالو ښځو د بندیانولو شرم پټ او د خلکو پام دې ته واړوي چې ګنې سعودي ښځو ته ازادي ورکړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د منځني ختیځ د دفتر مرستیال مشر مایکل پیج وايي، "په سعودي کې وګړي او اوسېدونکي باید لوبو کې د لوبېد او تماشا حق ولري، د وینا ازادۍ او راغونډېدو د ازادۍ په څېر له خپلو اساسي حقونو برخمن شي."

د عکس سرچینه، AFP












