د ریاض پر سړک بې حجابه او سرتوره سعودۍ پېغله

مشاعل الجالود

د عکس سرچینه، AFP.FAYEZ NURELDINE

د عکس تشریح، سعودۍ پېغله مشاعل الجالود د ریاض پر واټونو بې حجابه او سرتوره وګرځېده چې پر خواله رسنیو یې بېلابېل غبرګونونه درلودل

د مشاعل الجالود نوم د هغو سعودي ښځو نوملړ ته ور اضافه شوی، چې په دې هېواد کې یې د ښځو د تور حجاب مراعاتولو قانون مات کړی دی.

#سعوديانې_له_حجاب_پرته

۳۳ کلنه الجالود د ریاض سړکونو ته له تور حجاب او پړوني پرته راووتله، چې ځینو عربي انټرنېټي ورځپاڼو دا یو ډول انقلاب بللی دی.

مشاعل الجالود خبریالانو ته ویلي، په دې ګام کې یې څو میاشتې مخکې له یوه امریکايي تلوېزیوني چینل سره د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان پر هغو خبرو تکیه کړې چې ویلي یې وو: "اسلامي دین ښځو ته د حیا سپارښتنه کوي، خو کومه مشخصه جامه یې نه ده ورته ټاکلې."

مشاعل الجالود

د عکس سرچینه، Ashraf diab

د عکس تشریح، مشاعل الجالود سعودي کې رسمي دنده هم لري.
مشاعل الجالود

د عکس سرچینه، Ashraf diab

د عکس تشریح، مشاعل الجالود خبریالانو ته ویلي، په دې ګام کې یې څو میاشتې مخکې له یوه امریکايي تلوېزیوني چینل سره د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان پر هغو خبرو تکیه کړې چې ویلي یې وو: "اسلامي دین ښځو ته د حیا سپارښتنه کوي، خو کومه مشخصه جامه یې نه ده ورته ټاکلې."
مشاعل الجالود

د عکس سرچینه، زیاد

د عکس تشریح، مشاعل الجالود ویلي، د دې کار د ممکنه خطرونو په اړه ښه پوهېده، چې ښايي ان د هغې په مرګ تمام شي

بن سلمان هغه مهال ویلي وو: "اسلامي شریعت ښځه تور حجاب اغوستلو ته نه اړباسي" لکه څنګه چې په ریاض کې ښځې ورته اړایستل شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

خو ځینو ټوېټر کاروونکو ښځو ویلي، د شهزاده بن سلمان خبرې د حجاب نه مراعاتولو په معنا نه دي، بلکې هدف یې دا دی چې ضرور نه ده د حجاب رنګ دې تور وي.

د بن سلمان پر څرګندونو یونیم کال تېرېږي، خو سعودي چارواکو ښځو ته داسې کوم رسمي قانون یا لارښود نه دی ټاکلی چې که وغواړي هغوی د جامو ازادي او د حجاب لرې کولو اجازه ولري.

د قندیشه په نوم یوې ټوېټر کاروونکې د داسې یوه قانون رامنځ ته کولو غوښتنه کړې چې که ښځې "له حجاب پرته راووځي، د سړیو له خوا له کورني تاوتریخوالي باید وساتلې شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

ځینو بیا تور حجاب یا - هغه اوږد کمیس چې د ښځې ټول بدن پکې پټ وي، تور کفن بللی چې په وینا یې هیله لري چې ښځې له دې حجابه ژر "ازادې" شي.

د الجالود پر دې کړنې ځینو غوسه هم ښودلې ده.

مناهل العتیبي

د عکس سرچینه، AFP FAYEZ NURELDINE

د عکس تشریح، له څو میاشتې راهیسې مناهل العتیبي له حجاب پرته د ریاض پر سړکونو ګرځي

ځینو ټوېټر کاروونکو ښځو او سړیو د الجالود دا کار په یوه محافظه کاره او مسلمانه ټولنه کې ناوړه عمل بللی، چې په وینا یې هغه سعودي الاصله ښځه نه ده، چې دا کار د بل چا په لمسون کوي او ځینو بیا ویلي دا کار یې د شهرت لپاره کړی.

مشاعل الجالود بیا ویلي، د دې کار د ممکنه خطرونو په اړه ښه پوهېده، چې ښايي ان د هغې په مرګ تمام شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3