تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ریاض پر سړک بې حجابه او سرتوره سعودۍ پېغله
د مشاعل الجالود نوم د هغو سعودي ښځو نوملړ ته ور اضافه شوی، چې په دې هېواد کې یې د ښځو د تور حجاب مراعاتولو قانون مات کړی دی.
#سعوديانې_له_حجاب_پرته
۳۳ کلنه الجالود د ریاض سړکونو ته له تور حجاب او پړوني پرته راووتله، چې ځینو عربي انټرنېټي ورځپاڼو دا یو ډول انقلاب بللی دی.
مشاعل الجالود خبریالانو ته ویلي، په دې ګام کې یې څو میاشتې مخکې له یوه امریکايي تلوېزیوني چینل سره د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان پر هغو خبرو تکیه کړې چې ویلي یې وو: "اسلامي دین ښځو ته د حیا سپارښتنه کوي، خو کومه مشخصه جامه یې نه ده ورته ټاکلې."
بن سلمان هغه مهال ویلي وو: "اسلامي شریعت ښځه تور حجاب اغوستلو ته نه اړباسي" لکه څنګه چې په ریاض کې ښځې ورته اړایستل شوې دي.
خو ځینو ټوېټر کاروونکو ښځو ویلي، د شهزاده بن سلمان خبرې د حجاب نه مراعاتولو په معنا نه دي، بلکې هدف یې دا دی چې ضرور نه ده د حجاب رنګ دې تور وي.
د بن سلمان پر څرګندونو یونیم کال تېرېږي، خو سعودي چارواکو ښځو ته داسې کوم رسمي قانون یا لارښود نه دی ټاکلی چې که وغواړي هغوی د جامو ازادي او د حجاب لرې کولو اجازه ولري.
د قندیشه په نوم یوې ټوېټر کاروونکې د داسې یوه قانون رامنځ ته کولو غوښتنه کړې چې که ښځې "له حجاب پرته راووځي، د سړیو له خوا له کورني تاوتریخوالي باید وساتلې شي."
ځینو بیا تور حجاب یا - هغه اوږد کمیس چې د ښځې ټول بدن پکې پټ وي، تور کفن بللی چې په وینا یې هیله لري چې ښځې له دې حجابه ژر "ازادې" شي.
د الجالود پر دې کړنې ځینو غوسه هم ښودلې ده.
ځینو ټوېټر کاروونکو ښځو او سړیو د الجالود دا کار په یوه محافظه کاره او مسلمانه ټولنه کې ناوړه عمل بللی، چې په وینا یې هغه سعودي الاصله ښځه نه ده، چې دا کار د بل چا په لمسون کوي او ځینو بیا ویلي دا کار یې د شهرت لپاره کړی.
مشاعل الجالود بیا ویلي، د دې کار د ممکنه خطرونو په اړه ښه پوهېده، چې ښايي ان د هغې په مرګ تمام شي.