تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د سعودي زندانونو کې ښځې له جنسي پلوه ځورول شوې'
د برتانیا د پارلمان یوې درې کسیزې ډلې په سعودي عربستان کې د بندیانو شویو ښځو د ربړولو په اړه خپاره شوي رپوټونه تایید کړي، چې په وینا یې، له زنداني شویو ښځینه فعالانو سره "ظالمانه" او "نا انساني" عمل شوی.
د پارلمان دغه استازي وايي، په سعودي کې د ښځینه فعالانو د ربړولو په باب د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له خوا خپاره شوي رپوټونه باوري دي.
ددغو استازو په خبره، له د دغو ربړولو مسؤولیت د جګپوړو سعودي چارواکو پرغاړه دی.
د بشري حقونو نړیوالو فعالانو سعودي عربستان تورن کړی چې بندي ښځو ته یې برېښنايي شارټونه ورکړي، په دُرو یې وهلې او له جنسي اړخه یې ځورولې دي.
رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د بښنې نړیوال سازمان تېره میاشت ویلي وو، چې په سعودي عربستان کې یې د سیاسي او د بشري حقونو د فعالانو لږترلږه لس داسې قضیې ثبت کړې دي، چې دوی په کې ربړول شوي، له جنسي پلوه ځورول شوي او ان په مرګ ګواښل شوي دي.
د سعودي عربستان چارواکي وايي، په زندانونو کې ربړول په دې هېواد کې بند دي او دا تورونه ردوي.