تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اسلامه منکره سعودۍ بنکاک کې بنده پاتې ده
په تایلنډ کې د سعودي کونسلګرۍ له اسلامه د منکر شوې سعودۍ نجلۍ پاسپورټ ګرځولی او دا د بنکاک پر هوايي ډګر د پاڼ او پړانګ ترمنځ پاتې ده.
رهف محمد متلق القنون غوښتل له خپلې کورنۍ څخه استرالیا ته وتښتي، خو بخت یې یاري ورسره ونه کړه.
ددې پاسپورټ په بنکاک کې د سعودي کونسلګرۍ یوه چارواکي ګرځولی دی.
دغې نجلۍ ویلي، اسلام یې پرېښی دی او باوري ده که خپل هېواد (سعودي عربستان) ته ستنه کړله شي، نو کورنۍ به یې ووژني.
دوه کاله وړاندې یوې بلې سعودۍ ښځې استرالیا کې د پنا اخیستو هڅه کړې وه، خو په فیلیپین کې بنده پاتې شوه او سعودي ته ستنه کړل شوه.
ویل کېږي هغه لاهم په بند کې ده.
د القنون کیسه پر خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر لاس په لاس کېږي.
د ۱۸ کلنې رهف په اړه پر ټویټر لیکل شوي، چې غوښتل یې استرالیا کې پنا واخلي. اوس باید هغې ته د کډوالو چارو ادارې ته د ورتګ اجازه ورکړله شي.
رهف پر ټویټر خپل نوم، عکس او د پاسپورټ یوه کاپي خپره کړې ده چې وايي غواړي وښيي چې دا ''ریښتینې او موجوده ده.''
دغې سعودۍ نجلۍ په یوه بل ټویټ کې لیکلي: ''د کویت هوايي کرښو مې د سعودي سفارت ته د پاسپورټ له تسلیمولو لاس واخیست، او شرط مې دا و چې اول مې کویت ته واستوي ځکه کورنۍ مې اوس همالته ده.''
رهف په یوه ټویټ کې لیکلي "وضعیت مې لا پسې خرابېږي، په زور یې نا لوستلې پاڼې راباندې لاسلیک کړې."
رهف په یوه ټویټ کې ویلي: "زما پلار او د سعودي سفارت ما تورنوي چې ګني دماغي ناروغي لرم او څه چې کوم په خود کې نه یم، ان تر دې چې زما د روغتیا دوسیه یې په جعلي ډول جوړه کړې ده، حال دا چې زه رکه روغه یم، نړۍ ته وایم چې زه په ریښتیني خطر کې یم."