تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له سیتار غږوونکي سره د سعودۍ واده ونه شو
په سعودي کې یوې ښځې له یوه سیتار غږوونکي سړي سره د واده قضايي دوسیه وبایلله؛ ځکه له هغه سره یې واده له دیني اړخه ناسم ګڼل شوی و.
په سعودي کې ښځه یوازې سفر نه شي کولی.
د سعودي ځايي خبري رسنۍ وايي، سیتار غږوونکی سړی ښوونکی دی، او له دوو کلونو راهیسې له یادې ښځې سره د واده وړاندیز کوي.
د سعودي عکاظ ورځپاڼه وايي، اته دېرش کلنه ښځه د ریاض شمال القصیم کې د یوه بانک مشره ده.
خو د ښځې کورنۍ دغه واده ته ځکه زړه نه دی ښه کړی، چې وايي له "دیني اړخه" دا واده سم نه دی، په دې چې سړی سیتار غږوي.
د ښځې نوم نه دی یاد شوی او دا قضیه یې محکمه کې رسمي کړې ده.
محکمې د ښځې د کورنۍ په ګټه فیصله کړې او له یاد سړي سره یې د دې ښځې د واده پرخلاف پرېکړه کړې.
عکاظ ورځپاڼه د محکمې د یوې خبرپاڼې پربنسټ وايي "دا ځکه چې یاد سړی د موسیقۍ اله غږوي او له دیني پلوه یې له دې ښځې سره واده کول مناسب نه دي."
ورځپاڼه زیاتوي، استیناف محکمې هم دا حکم منلی او همدا وروستۍ فیصله ګڼل شوې ده.
یادې ښځې دغې ورځپاڼې ته ویلي، د واده لپاره "لوړپوړو چارواکو" د موافقې ترلاسه کولو هڅه کوي. له لوپوړو چارواکو د هغې هدف شاهي کورنۍ ده.
یاده ښځه چې نژدې ۳۰۰ کارکوونکي لري، ټینګار کوي چې دا واده به کېږي او هغه سړی چې دا واده کول ورسره غواړي "د نېک شهرت لرونکی پرهېزګاره" انسان بولي.
تېر کال سعودي عربستان، چې منځني ختیځ کې د امریکا مهم ملګری ګڼل کېږي، یولړ اصلاحات راوستل، چې په سر سر کې ښځو ته د موټرچلولو جواز ورکول وو.
خو لاهم په دې هېواد کې ښځو ته د مشرۍ په ورکولو کې پر دغه هېواد نیوکې کېږي.