فرانسې نقاب لرونکې سعودي ښځې له هوايي ډګره وګرځولې

د عکس سرچینه، Getty
فرانسې درې هغه نقاب لرونکې سعودي ښځې فرانسه کې د چارل دیګل هوايي ډګر ته له ننوتو منع کړې، چې د نقاب له لیرې کولو او مخ لوڅولو یې ډډه وکړه.
د فرانسې خبري اژانس ویلي، دغه ښځې د قطر له دوحې فرانسې ته د قطر د هوايي شرکت په یوه الوتکه کې د تېرې دوشنبې په ورځ تللې وې.
خو کله چې پر هوايي ډګر سرحدي پولیسو ترې د مخ لوڅولو او نقاب لیرې کولو غوښتنه وکړه، دوی ډډه وکړه.
د فرانسې د قانون له مخې، په عامه ځایونو کې پر ښځو د مخونو پټولو او نقاب بندیز دی، او سرغړوونکي یې تر ۱۵۰ یورو پورې جریمه کېږي.
د روان کال د مې پر ۳۱ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر مانویل والس، چې د نقاب د لیرې کېدو د قانون پلوی دی، ددغه قانون د پلی کېدو امر وکړ.
نوموړي له ټولو هغو میندو چې ښوونځي ته له خپلو ماشومانو سره ځي، د نقاب نه اچولو غوښتنه وکړه، او دا کار یې "د قانون مطابق، خو یوه ډېره پېچلې مساله وبلله."
د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت په حواله، د تېر ۲۰۱۱ له اپریل راهیسې د روان ۲۰۱۲ تر اپریل پورې فرانسې په عامه ځایونو کې شاوخوا ۳۰۰ نقاب لرونکې ښځې نیولې دي.




