فوټبال نړیوال جام؛ سعودي عرب غښتلې ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال نړیوال جام سیالیو لړ کې سعودي غښتلې ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لوبې ډېر ماهرین یې حیران کړل. د یادونې ده، چې ارجنټاین لوبډلې له تېرو دریو کلونو راهیسې هېڅ یوه لوبه نه ده بایللې او وروستی ځل یې له برازیل ماتې خوړلې وه.
د نن په لوبه کې لونل میسي د ارجنټاین له لوري د لوبې په ۱۰ دقیقه کې وتوانېد چې له پنالټي لارې توپ د سعودي عرب ګول ته ورسوي. د نننۍ لوبې په لومړۍ برخه کې ارجنټاین درې نور ګولونه هم وکړل، خو لوبڅار رد کړل.
د یادونې ده، چې سعودي عرب لوبډله د فوټبال لوبډلو په نړیواله درجه بندۍ کې ۵۱ ځای لري.
د دنننۍ لوبې په دویمه برخه کې بیا سعودي عرب لوبډلې پر لوبه کنټرول ترلاسه کړل، الشهري او الدوسري دواړو یو یو ګول وکړل او لوبه د یوه په مقابل کې په دوو ګولونو د سعودي عرب په ګټه پای ته ورسېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارجنټاین لوبډلې په تېرو ۳۶ لوبو کې ماته نه وه تجربه کړې او د سویلي امریکا اتلې لوبډلې په توګه د لیونل سکالوني په مدیریت د نړیوال جام ګټلو له ادعا سره په قطر کې د نړیوال جام سیالیو میدان ته وتلې.
ارجنټاین به اوس په دې سیالیو کې چې ډېر باور کېږي د دې لوبډلې وتلي لوبغاړي لیونل میسي وروستی ټورنامنټ به وي، ټول وس کاروي چې د ګروپي لوبو له لړۍ بهر نه شي او بیا به یې هڅه دا وي، چې له ۱۹۸۶ کال وروسته په لومړي ځل نړیوال جام ترلاسه کړي.
د روانو سیالیو په لړ کې به ارجنټاین د شنبې پر ورځ له مکسیکو او سعودي به له پولنډ سره مخامېږي.










