د فیفا مشر: لوېدیځ قطر کې د انساني حقونو په تړاو رپوټونو کې "منافق" دی

جياني إنفانتينو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انفانتینو خپله وینا په دې خبرو پییل کړه "نن زه قوي احساس لرم. نن داسې انګېرم چې ګنې د قطر یم، لکه عرب چې یم،‌ افریقایی یم،‌ همجنس خوښی یم، داسې انګېرم لکه معلول چې یم، یو کډوال کارګر یم".

په داسې حال کې چې قطر کې د فوټبال نړیوال جام پیلېدو ته یوه ورځ پاتې ده، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر جیاني انفانټینو قطر کې د بشر حقونو په تړاو رپوټونو کې لوېدیځ په "منافقت" تورن کړی.

نوموړي په دوحه کې یوې کابو یوه ساعته خبري غونډې خبرو کې د قطر او د دغه جام ټینګه دفاع وکړه.

د فوټبال نړیوال جام په لړ کې پر قطر نیوکې شوې او ګڼ نور مسائل هم ورسره غوټه شوي دي چې د کډوالو کارګرو مړینه او له همجنس خوښو سره معامله یې په سر کې راځي.

په داسې حال کې چې په دغه اسلامي هېواد کې د الکولو پلور په کلکه څارل کېږي، ټاکل شوې وه چې "د لوبغالو دننه په ټاکلو سیمو کې" به د الکولو کارولو ته اجازه وي.

خو په ټورنمنټ کې د سټېډیمونو په یو شمېر ځانګړو سیمو کې، لاهم کسان کولی شي له ځینو ټاکل شویو شرکتونو الکول واخلي.

د فوټبال نړیوال جام د یکشنبې په ورځ د قطر او اکواډور ترمنځ په لوبې سره پیلېږي.

د ویډیو تشریح، په قطر کې ټپي شوی کارګر: 'پیسې مې نه درلودې، ځکه تګ ته اړ شوم

انفانتینو خپله وینا په دې خبرو پیل کړه "نن زه قوي احساس لرم. نن داسې انګېرم چې ګنې د قطر یم، لکه عرب چې یم،‌ افریقایی یم،‌ همجنس خوښی یم، داسې انګېرم لکه معلول چې یم، یو کډوال کارګر یم".

د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ میاشت کې د بریتانیا "ګارډین" ورځپاڼې ویلي وو، د هند، پاکستان، نیپال، بنګله دېش او شريلنکا ۶۵۰۰ کډوال کارګر د فوټبال نړیوال جام لپاره د قطر د بنسټیزو پروژو په کارونو کې مړه شوي دي.

دا شمېره په قطر کې د دغو هېوادونو د سفارتونو د راغونډو شویو شمېرو پربنسټ اعلان شوې دي.

خو د قطر حکومت ویلي، دا شمېرې لارورکې کوونکې دي؛ ځکه چې ټولې ثبت شوې مړینې د فوټبال نړیوال جام پروژو کې د کارمنو کسانو نه دي.