په قطر کې ټپي شوی کارګر: 'پیسې مې نه درلودې، ځکه تګ ته اړ شوم
ستیش له هغو میلیونونو بهرنیو کارګرو یو دی، چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام چمتوالي پر مهال ودانیزو پروژو کې په کار ګومارل شوی و. دی د کار پر مهال له ټپي کېدو وروسته له داسې معلولیت سره بېرته په هند کې خپل پلرني ټاټوبي ته ستون شوی، چې ټول عمر به ورسره وي. ستیش د تاوان ترلاسه کولو لپاره لا هم انتظار کوي. د سویلي اسیا اوسېدونکو یو شمېر کارګرو کورنیو بي بي سي ته ویلي، چې قطر کې د مزدورانو خوندیتوب ناکام اقدامات د دوی د خپلوانو مړینې سبب هم شوي.