د فوټبال ۲۲م نړيوال جام په قطر کې پيل شو؛ د کوربه او منځني ختیځ لپاره تاریخي شېبې

نړيوال جام

د عکس سرچینه، Getty Images

قطر ته د دې سترو سیالیو د کوربتوب ویاړ په ۲۰۱۰ کال کې تائید شو له هغې مودې راهیسې ۱۲ کاله ووتل او له هماغه پیل راهیسې دلته دا نړیوالې سیالۍ په نړیواله کچه له ګڼو پوښتنو، نیوکو او ګنګوسو سره مخ وې.

خو نن د نومبر په شلمه بالاخره دا خوب رښتیا شو، سیالۍ په نوښتګره توګه پرانېستل شوې، کوربه قطر پرانېستي مراسم په بېلابېلو پروګرامونو، له ډلې یې په اورلوبو، موسیقۍ، ډیزاین شويو سړکونو او نورو رنګه کړې وې.

د منځني ختیځ دې شتمن هېواد به خامخا نوښتونه کول ځکه د نړۍ ۳۲ غوره فوټبال لوبډلې او د نړۍ له لرو بره لسګونه زره نندارچیان یې مېلمانه دي.

قطریانو دې سیالیو ته تر ټولو ډېرې د انتظار شېبې شمېرلې، حکومت یې ډېر وخت دې سیالیو ته د ښه چمتوالي په بنسټيزو کارونو تېر کړ، د ټولو د ګډ خوب له پوره کېدو او رسمي سیالیو له پیل وروسته بیا لا خوږې شېبې هغه وې چې دا سیالۍ خپله د کوربه قطر او اکوادور په لوبه رسمي پیل شوې.

د فوټبال تر ټولو ګرانبیه سیالۍ

د ویډیو تشریح، 'د ۲۰۲۲ نړیوال جام ته ۱۶۰۰ کیلومتره پلی راغلم'

د فوټبال د تنظیم نړیوالې ادارې یا فيفا د معلوماتو له مخې په قطر کې د فوټبال دې سیالیو ته پر چمتوالي څه باندې ۲۲۰ ميليارده ډالره لګول شوې چې دا د فوټبال په سیالیو تر اوسه تر ټولو لوړ لګښت دی.

قطر دې سیالیو ته ۸ نوې او خورا ښایسته لوبغالي هم جوړ کړي چې په بشپړولو یې تر لسو میلیاردو ډالرو لګښت راغلی.

په ځينو دې لوبغالو کې ان تر اتیا زره نندارچیان ځایدی شي، د قطر او اکوادور تر منځ چې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم ده په داسې لوبغالي کې دي چې د ۶۰ زره کسانو د ناستې ظرفیت لري او د راپورونو له مخې ټولې ۶۰ زره چوکۍ یې ډکې دي.

د قطر په کوربتوب د روان فوټبال نړیوال جام یوه بله ځانګړنه دا ده چې دا د ۱۹۷۸ نړیوال جام وروسته چې د ارجنټاین په کوربتوب شوی وو تر ټولو کم وخت په پام کې نیول شوی.

دې سیالیو کې لوبېدونکي ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې، او په هر ګروپ کې څلور څلور لوبډلې دي، ټولې ۶۴ سیالۍ تر سره کېږي، او ورته ځانګړی وخت ۲۹ ورځې دی، پدې معنا چې هره ورځ به ان ۴ سیالۍ کېږي.

فرانسه به چې د ۲۰۱۸ کال اتلوالي له ځانه سره لري د خپلې اتلوالۍ دفاع او هره بله لوبډله به د لوبې ګټلو هڅه کوي.

د فوټبال ۲۲م نړیوال جام به څوک وګټي؟

فوټبال نړيوال جام

د عکس سرچینه، Getty Images

د فوټبال نړیوال جام په هرو څلورو کالونو کې کېږي، تر اوسه ۲۱ داسې نړیوالې سیالۍ شوي. په دې ډله کې تر ټولو ډېرې پنځه اتلوالۍ برازیل ګټلي ورپسې ایټالیا څلور ځله اتله شوې، جرمني هم څلور جامونه خپل کړي، په نورو لوبډلو کې یوروګوای دوه، ارجنټاين دوه او فرانسې هم دوه دوه د فوټبال نړیوال جامونه ګټلي، انګلستان یو ځل او اسپانیې هم یو ځل د دې سیالیو اتلوالي خپله کړې.

د اوسنیو لوبو د اتل په اړه اټکل که څه هم وار له مخه سخت دی، ځکه هره لوبېدونکې لوبډله د اتلوالۍ ګټلو په نیت قطر ته تللې خو د فوټبال پوهانو او تبصره کونکو خپلې وړاندوینې کړي.

پوهانو د شمېرو او اټکلونو له موډل یا طریقې څخه په استفادې یو ځل بیا برازیل تر ټولو ډېر وړ بللی که څه هم لوبډلې یې له ۲۰۰۲ کال وروسته کوم نړیوال جام نه دی ګټلی.

له برازیل وروسته د ارجنټاین نوم ډېر په ژبه دی چې ممکن درېیم ځل نړیوالې اتلوالۍ وګټي او شاید دا ځکه چې دې لوبډلې په تېرو پرلپسې ۳۶ لوبو کې کله ماته نه ده خوړلي.

د بي بي سي د لوبو برخې ۷ څېړونکو خپله وړاندوینه د برازیل په حق کې کړي، دریو ارجنټاین غوره بللی، دوو هم ویلي فرانسه به کپ ګټي او یوه بیا ویلي چې د قطر په کوربتوب نړیوال جام اتلولي به انګلستان ګټي.