یوه اونۍ چې منځنی‌ختیځ یې بشپړې جګړې ته لا نور ورنژدې کړ

ایران-اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پال ادامز
    • دنده, دیپلوماتیک خبریال

منځني‌ ختیځ په تېر یوه کال کې ګڼې لوړې ژورې او له خطر ډکې شېبې کتلې، خو دا تېره اوونۍ پکې له ټولو ډېره خطرناکه وه.

تېرو اوو ورځو کې اسرائيلو د حزب‌الله مشر حسن نصرالله وواژه، بیا یې د لبنان په سویل کې ځمکني عملیات پیل کړل او ورپسې ایران پر اسرائيلو شاوخوا ۲۰۰ بالېستیک توغندي وتوغول.

د امریکا په مشرۍ لوېدیز او سیمه‌ییز ځواکمن هېوادونه د کړکېچ کمېدو لپاره فشارونه رواوړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم "په سملاسي ډول" د تربګنیو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او د نړۍ اوو سترو اقتصادي‌ هېوادونو (جي-۷) هم چې امریکا، بریتانیا او جرمني یې غړي دي، پر "زغم" ټینګار کړی.

خو دا هڅې تر اوسه ناکامه دي او داسې ښکاري چې منځنی‌ختیځ د یوې تمام‌عیاره جګړې پر درشل ولاړ دی.

لاندې د تېرو اوونۍ بدلونونو ته کتنه شوې.

د تېرې جمعې مازیګر: نصرالله ووژل شو

حسن نصر‌الله

د عکس سرچینه، JAMARAN

د عکس تشریح، حسن نصرالله چې یو مهم هدف و، کلونه کلونه له دې وېرې عام محضر کې نه راڅرګندېده چې برید پرې ونه شي.

د سپتمبر ۲۷مه د لبنان پلازمېنه بیروت کې له لمر پریواته وروسته د ګڼو درنو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د بیروت د سویل په ضاحیه سیمه کې څو استوګنیزې ودانۍ په نښه شوې او ورلاندې ځمکه کې ستره کنده جوړه شوه. ګردونه او لوګي اسمان ته پورته شول، چې د ښار له ګوټ ګوټه لیدل کېدل.

تر ځمکې لاندې د حزب‌الله پر یوه ظاهرآ پیاوړي پټنځي دغه برید کې 'حسن نصر‌الله' ووژل شو.

هغه چې یو مهم هدف و، کلونه کلونه له دې وېرې عام محضر کې نه راڅرګندېده چې برید پرې ونه شي.

د نصرالله له وژل کېدو مخکې شاوخوا یوه اوونۍ پر لبنان د اسرائيل په پرله پسې هوايي بریدونو کې له ۵۰۰ ډېر نور کسان هم وژل شوي وو.‌

او تر دغو هوايي بریدونو اوونۍ مخکې بیا په لبنان کې د زرګونو پېجرونو او مخابرو چاودنو لږترلږه ۳۶ کسان وژلي او زرګونه نور ټپي کړي وو.‌

د حسن نصر‌الله وژل کېدو د کړکېچ د کمېدو هیلې هم ځان سره تر خاورو لاندې کړې. هغه څه چې تر دې څو ساعته ورمخکې لا ممکن برېښیدل.

د امریکا متحدو ایالتونو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ۲۱ ورځني اوربند وړاندیز کړی و او په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر 'دني دانون' هم ویلي وو چې هېواد یې د دغه وړاندیز منلو ته چمتو دی.‌

څو ساعته لا نه وو تېر چې د اسرائيل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا لپاره نیویارک ته تللی و، بېرته په بېړه خپل هېواد ته پر لاره و او د دیپلوماسۍ بریالیتوب لپاره یو څه پاتې هېلې هم مړاوې شوې.‌

دوشنبه: اسرائیلو د لبنان پر سویل ځمکنی برید وکړ

ایران

د عکس سرچینه، EPA

درې ورځې وروسته اسرائیلي ځواکونه لبنان ته ننوتل، چې پر حزب‌الله د ځمکني یرغل پیل و.

د اسرائيل پوځ وویل، ځمکني عملیات به یې "محدود او هدفمند" وي.

په لبنان کې د کړکېچ سازمان وايي،‌ تر دې دمه ۱ اعشاریه ۲ میلیون کسانو د جګړو له کبله کورونه پرېښي. لږترلږه ۱۰ اسرائیلي سرتېري هم وژل شوي‌ دي.

اسرائیل وايي،‌ د لبنان سویل کې یې د ځمکنیو عملیاتو هدف دا دی چې له دغو سیمو د حزب‌الله لخوا د اسرائیل پر شمال د توغندیو او ډرونونو د برید کولو وړتیا وځپي.‌

حزب‌الله د غزې جګړې له پيل راهیسې په تېر یوه کال کې نږدې هره ورځ د اسرائيل پر شمالي سیمو د توغندیو بریدونه کوي.‌

اسرائیلي ځواکونه اوس هممهاله په دوو جبهو کې پر جګړه بوخت دي.‌ غزه او لبنان؛ هغه څه چې په تېرو څو لسیزو کې یې بېلګه نه درلوده.

د حزب‌الله او اسرائیل ترمنځ‌ وروستۍ جګړه په ۲۰۰۶ کال له کومې مشخصې پایلې پرته او د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ ګڼه پرېکړه لیک له صادرېدو سره پای ته رسېدلې وه.

په دغه پرېکړه‌لیک کې ویل شوي وو چې حزب‌الله باید خپل ځواکونه د لبنان له سویله وباسي. خو دا کار ونه شو او د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله لا پسې پیاوړی شو.‌

اسرائيلو که څه هم نه دي ویلي،‌ چې غواړي‌ حزب‌الله په بشپړ ډول د لبنان له سیاسي‌ صحنې ورک کړي، خو جوته ده چې د ځواک کمولو ته یې په جدي‌‌ ډول هوډمن دي.

داسې ښکاري‌ چې اسرائيل په تېرو دوه نیمو اوونیو کې د دې ډلې خلاف له حیرانوونکو بریاو وروسته، اوس لویې هیلې لري.

د سې‌شنبې ماښام: ایران پر اسرائیل برید وکړ

د ویډیو تشریح، پر اسرائیل د ایران برید

یوه ورځ وروسته، په ځايي وخت د ماښام شاوخوا ۰۷:۳۰۰ بجې لس میلیونه اسرائيلیانو په بیړه ځانونه تلخونو او پټنځایونو ته رسول. ایران د دغه هېواد پر لور نږدې ۲۰۰ بالېستیک توغندي ور توغولي وو.

د اسرائيل دفاعي سیستمونه فعال شول او د امریکا او بریتانیا په څېر متحدانو یې هم دفاع ته ور ودانګل.

د اسرائیل پوځ وویل د توغندیو لویه برخه شنډه شوه، خو ځینې یې د دغه هېواد په مرکزي او سویلي سیمو کې ولګېدل.‌

د دغه برید له کبله یوازې د یوه سړي د وژل کېدو خبر ورکړ شوی، چې هغه هم د اشغال شوې لوېدیزې غاړې یو فلسطینی و.

په داسې حال کې چې په سیمه کې د ایران تر ټولو ستره پراکسي یا نیابتي ډله‌‌ د اسرائيل تر شدیدو ضربو لاندې ده،‌ تهران دې پایلې ته رسېدلی چې له مخکې د مخنیوي اقدام په توګه باید د اپرېل د میاشتې له برید لږ څه ستر ګام واخلي.‌

په غالب ګومان همدا لامل و چې دا ځل یې په برید کې بالېستیک توغندي ډېر وو او له مخکې یې خبر هم نه و ورکړی.

دا برید که څه هم له یوې نندارې او سمبولیک ګام ورهاخوا و، خو داسې نه برېښي چې ایران دې یوې تمام عیاره جګړې ته لیوالتیا ولري - او دا کار عجیب هم نه دی.‌

تهران پوهېږي‌ چې که بشپړه جګړه پیل شي‌ نو بایلونکی دی او ماته به یې هم ډېره بده ماته وي.

ان ښايي د اوسني اسلامي جمهوري د پای پیلامه وي.‌

اسرائیل چې لوېدیځ کې ځواکمن متحدان لري‌ او په منځني‌‌ختیځ کې یې ځینې ګاونډیان هم لیوال دي چې د ایران د توغندیو په دفاع کې ورسره مرسته وکړي، اوس یو سیمه‌ییز زبرځواک دی.‌

ایران له خپل کاواکه اقتصاد او داسې حکومت سره چې ان په کور دننه هم ډېر محبوبیت نه لري،‌ د اسرائیل د سیالۍ نه دی.‌ دا هېواد پر دې سربېره داسې پياوړي‌ متحدان هم نه لري چې د دغه احتمالي ټکر او تقابل پر مهال یې مرستې او دفاع ته ورودانګي.‌

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای که څه هم پرون د جمعې د لمانځه خطبه کې پر اسرائیل لفظي‌ بریدونه وکړل، خو ایران پر دې پوهېږي چې اوږدې مودې لپاره د دومره لوړې کچې کړکېچ د غځولو توان لري.

راتلونکې کې څه پېښېدای شي؟

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د لبنان حزب‌الله د سختو ګوزارونو له خوړلو سره سره ژمنه کړې چې جګړې ته به دوام ورکوي.

تاریخ هم ښودلې چې اسرائیل لپاره لبنان ته ننوتل اسان، خو بېرته راوتل ترې ګران پرېوځي.

بلخوا سیمه او نړۍ له تېرې سې‌شنبې دې ته هم منتظر دي‌ چې اسرائیل به د ایران برید ته څه ډول ځواب وايي.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هڅه یې کړې چې اسرائیل لږترلږه د ایران پر اټومي‌ او نفتي‌ تاسیساتو له بریده راوګرځوي.

خو داسې نه ښکاري چې اسرائيل دې له سخت غبرګونه ډډه وکړي.‌ د بنیامین نتنیاهو له ځینو وروستیو بیانونو ان دا نښې نښانې هم ښکاري چې ښايي ایران کې د رژیم بدلولو په فکر کې وي.

په هره ډول، دمګړۍ د اسرائیل اهداف له خپل ګاونډ سره تړلي بریښي. په غزه کې "بشپړه بریا" او د شمالي پولو اوږدو کې د حزب‌الله د ګواښونو لمنځه وړل.‌

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نتنیاهو ملګرو ملتونو وینا کې وویل په ایران کې داسې هېڅ ځای نه شته، چې زموږ لاس نه ورته رسېږي

اسرائیلي مشران وايي، هېواد یې اوسمهال په ګڼو جبهو کې پر جګړه بوخت دی. بنیامین نتنیاهو د دغو جبهو شمېر اووه یادوي:‌ غزه،‌ لبنان، لوېدیزه غاړه، یمن، سوریه، عراق او ایران.

دا سمه ده چې په تېر یوه کال کې له دغو ټولو لوریو پر اسرائیل څه نا څه بریدونه شوي، خو په عراق او سوریه کې ایران ته نږدې ډلې تر اوسه رښتینی ګواښ نه دی.

منځني‌ختیځ کې لا تر اوسه تمام عیاره جګړه نه ده پیل شوې، خو که دغه ټول لوري او اړخونه خطر احساسوي،‌ نو ویلی شو چې د غزې جګړه پام وړ ځایونو ته غځېدلې ده.