پر اسرائيلو د ايران بريد ته غبرګونونه

د ايران بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ په کچه بېلابېلو هېوادونو او ادارو پر اسرائيلو د ايران توغنديز بريد ته غبرګونونه ښودلي. يو شمېر هېوادونو دا کار په کلکه غندلی او له دواړو لوريو يې غوښتي چې له زغمه کار واخلي خو ځينو ايران پلوه ډلو بیا ستايلی دی.

د دغو غبرګونونو په لړ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي چې د امریکا پوځ "د هغه په امر له اسرائیلو په فعاله توګه دفاع کړې" او وايي اوس امریکا د برید د اغېزو ارزونه کوي.

ښاغلي بایډن زياته کړې، "د هغه څه پر بنسټ چې موږ پوهېږو، داسې ښکاري چې برید ناکام او بې اغېزې و." نوموړي وويل دا ځکه چې د داسې بريد لپاره امریکا او اسرائيلو جدي پلان او همکاري لرله.

ښاغلي بايډن ټینګار وکړ چې له اسرائیلو سره د امريکا بشپړ ملاتړ موجود دی.

د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر له خپل اسرائيلي سيال بنیامين نتنياهو سره د ټيليفوني خبرو په ترڅ کې پر اسرائیلو د ايران بريد په سختو ټکو غندلی دی.

د لومړي وزير د دفتر وياند وايي، کېير سټارمر له نتنياهو سره په خبرو کې د اسرائيلو امنيت او د ملکي وګړو خونديتابه ته د بريتانيا ثابته ژمنتيا څرګنده کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل وايي دا اداره پر اسرائيلو د ايران بريد په کلکو ټکو غندي. نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "د بريدونو او غچ اخيستنې خطرناکه لړۍ له کنټروله د وتلو په حال کې ده، موږ په ټوله سيمه کې سملاسي اوربند ته اړتيا لرو. "

پر اسرائیلو د ايران بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د امريکا مرستيالې ولسمشرې او په ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند نوماندې کملا هرېس د دې بريد له غندې سربېره ايران په منځني ختيځ کې "يو بې ثباته کوونکی ځواک" بللی او وايي د ښاغلي بايډن د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د ايران د توغنديو په شنډولو کې يې د امريکا د سمندري ځواک له بېړيو سره مرسته کړې ده.

نوموړې زياتوي چې اوس مهال ارزونې روانې دي خو وايي داسې ښکاري چې اسرائيل په دې توانېدلي چې د دغه بريد پر وړاندې دفاع وکړي.

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند کانديد ډونلډ ټرمپ دې بريد ته په اشارې ويلي چې نړۍ اوس له کنټروله وتلې ده... هېڅوک نه پوهېږي چې څه تېرېږي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت بيا له ايرانه غوښتي چې نور بايد د کړکېچ زياتوالي ته لمن و نه وهي.

فرانسې هم په منځني ختيځ کې د ستونزو پر زياتوالي اندېښنه ښودلې او روان وضعيت يې ډېر ګواښمن بللی دی.

بل پلو په سيمه کې ايراني پلوه ډلو لکه حماس، حزب الله، حوثيانو او په عراق کې مقاومت ډلې د ايران د دې بريدونو ستاينه کړې ده.

دې ډلو خبرداری ورکړی چې له ايران سره په ګډه د هر ډول ګواښ پر وړاندې ولاړ دي.

همدا ډول يو شمېر نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له ښکېلو غاړو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي تر څو سيمه او نړۍ له يوه لوی ناورين سره مخ نشي.