اسرائیل وايي، لږ تر لږه ۲۵ توغندي تازه له لبنانه ورتوغول شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي اېف) ویلي، نن سهار له لبنان څخه دوه بې پیلوټه الوتکې په نښه شوي او شنډې شوي دي.
دوی وايي "موږ لږ موده وړاندې د اسرائیلو په شمال کې د خطر زنګونو په اړه خبر ورکړی و، اوس ۲۵ توغندي د لبنان له پولې تېر شوي او ځینې یې له منځه وړل شوي."
اسرائیلي ځواکونو د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.
بل پلو د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، د دوی جنګي الوتکو تېره شپه د "بنت جبیل ښاروالۍ ودانۍ په دقیقه توګه په نښه کړې چې د حزب الله ترهګر پکې فعالیت کوي او په ودانۍ کې د حزب الله لویه اندازه وسلې زېرمه شوي."
اسرائیل وايي، "د برید د یوې برخې په توګه، د حزب الله شاوخوا ۱۵ کسان له منځه وړل شوي."
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو دا هم وايي، په ټولیز ډول په لبنان کې د حزب الله شاوخوا ۲۰۰ هدفونه په نښه شوي، چې په کې د وسلو زېرمه او د څار پوستې هم شاملې دي.



















