پر لبنان د اسرائیلو یرغل؛ دې ټولو ګډوډیو کې د لبنان پوځ چېرې دی؟

وروسته له هغه چې اسرائیل د حزب الله ډله د ځینو برېښنايي وسایلو په چاودلو په نښه کړه، د لبنان د پوځ سرتېري د سپټمبر په ۱۸ د راپور شوي پېجر چاودنې ساحه خوندي کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروسته له هغه چې اسرائیل د حزب الله ډله د ځینو برېښنايي وسایلو په چاودلو په نښه کړه، د لبنان د پوځ سرتېري د سپټمبر په ۱۸ د راپور شوي پېجر چاودنې ساحه خوندي کړه.
    • Author, کارین ټوربي
    • دنده, بي بي سي نيوز

د اسرائیلو او حزب‌الله وسله‌والې ډلې تر منځ اوسنۍ جګړه د دوو څرګندو تعریف شویو دریځونو پر بنسټ ولاړه ده، چې له څلورو لسیزو راهیسې دوام لري.

اسرائیل وايي هوډ لري د حزب‌الله هغه ګواښ له منځه یوسي چې له ګاونډي لبنان څخه ورته متوجه دی، په داسې حال کې چې حزب‌الله د اسرائیلو د دولت د ویجاړولو په هڅه کې د اسرائیلي پوستونو په نښه کولو ته دوام ورکوي.

په تیرو ۱۱ میاشتو کې، د دواړو خواوو ترمنځ هره ورځ د پولې په اوږدو کې جګړې تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.

اوس چې له ۲۰۰۶ کال وروسته د لومړي ځل لپاره پر لبنان د اسرائیلو یرغل روان دی، ډېری دا پوښتي چې د لبنان پوځ په دې ټولو کې چېرته دی او د دې پېښې د مخنیوي لپاره یې څه کړي دي.

ایا د لبنان پوځ یا حزب‌الله د لبنان دفاع کوي؟

د لبنان اردو ځواکونه دوه ورځې وروسته په سوېلي لبنان کې په ځمکه کې موندل شوې ارتباطي وسیله چاودنې لپاره چمتو کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لبنان اردو ځواکونه دوه ورځې وروسته په سوېلي لبنان کې په ځمکه کې موندل شوې ارتباطي وسیله چاودنې لپاره چمتو کوي

ظاهرا د لبنان پوځ له دوښمنۍ څخه ګوښه ښکاري؛ ځکه چې اسرائیل او حزب الله - چې د امریکا، بریتانیا او نورو هېوادونو لخوا د ترهګریز سازمان په توګه پرې بندیز لګول شوی - د جګړې میدان کې دی. له نظري پلوه، دا د پوځ دنده ده چې د ملت له دوښمن سره جګړه وکړي او اسرائیل په رسمي ډول د لبنان دښمن دی.

خو د لبنان پوځ د دغه ډول مقابلې لپاره تجهیزات او د اړتیا وړ وسلې نه لري.

د اسرائیل پوځ په پیاوړي ډول ‍په وسلو سمبال دی او په حقیقت کې په مالي او هم د خورا پرمختللي وسلو له پلوه د لویدیز قدرتونو لوی ملاتړ لري.

ژور اقتصادي کړکېچ - د ۲۰۲۰ بیروت د سرې ګودام د ویجاړوونکې چاودنې له امله رامنځته شوی - د لبنان پوځ لپاره مسله خورا خرابه کړې. د بودیجې نشتوالي یې هم پر کارمنانو او د د تېلو په شان د هغوی خورا لومړنۍ عملیاتي اړتیاوې اغېزمنې کړې دي.

د لبنان پوځ ته د امریکا مرستې

په بیروت کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د فلسطین د ازادۍ لپاره د مشهورې جبهې د مشرانو له وژل کېدو وروسته سرتېرو سیمه خوندي کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بیروت کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د فلسطین د ازادۍ لپاره د مشهورې جبهې د مشرانو له وژل کېدو وروسته سرتېرو سیمه خوندي کړه.

د دې لپاره چې چارې نورې هم پېچلې کړي، امریکا چې حزب‌الله یې خپل لوی دښمن ګڼي، د لبنان د اردو (پوځ) اصلي تمویلوونکی دی. د یوې مودې لپاره، واشنګټن د لبنان د اردو پرسونل ته د معاشونو ورکړه کې لږ مرسته کړې وه.

خو د هغوی مرستې یوازې په موټرو، لوازمو او انفرادي وسلو پورې محدودې دي او له هغې مرستې سره د پرتلې وړ نه ده، چې له اسرائیلو سره یې کوي.

په همدې حال کې یو شمېر کتونکي وايي، د اسرائیلو پر وړاندې د لبنان د پوځ بې‌کفایتي په سیمه کې له هر بل ملي پوځ سره ورته ده.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو د موقت ځواک (یونیفیل) لپاره د لبنان د حکومت پخوانی همغږي‌کوونکی جنرال منیر شهاده وايي: "نه د لبنان پوځ او نه هم کومه عربي اردو له اسرائیلي دښمن سره د مقابلې وړتیا لري."

"له اسرائیلي پوځ سره، له چریکي جګړې پرته بله جګړه مناسبه نه ده، لکه څنګه چې په غزه کې وشوه."

د لبنان د اردو عسکر په هغه ورځ په بیروت کې د یوه روغتون د دروازې ساتنه کوي چې پېچرونه چاودلي وو او په لسګونو کسان یې وژلي او په زرګونو نور یې ټپیان کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لبنان د اردو عسکر په هغه ورځ په بیروت کې د یوه روغتون د دروازې ساتنه کوي چې پېچرونه چاودلي وو او په لسګونو کسان یې وژلي او په زرګونو نور یې ټپیان کړي دي.

د لبنان په پوځ کې متقاعد جنرال خلیل الحلو وايي "د لبنان د پوځ دنده دا ده چې په کور د ننه ټیکاو راولي او ټینګ یې کړي؛ ځکه چې اوسنی داخلي وضعیت نازک دی. د حزب‌الله ضد سیمو ته د لبنان د حزب الله د نیم میلیون پلویانو بې‌ځایه کېدل ګډوډي رامنځته کوي چې ممکن امنیتي ناکرارۍ ډېره او شاید کورنۍ جګړه پیل شي."

د اسرائیلو له خوا د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته، د لبنان پوځ په ډېرو هغو سیمو کې ځای پر ځای کړی چې "حساسې" بلل کېږي، په دې سره په دې هېواد کې د بېلابېلو ډلو تر منځ د تاو تریخوالي ډېر احتمال شته.

همداشان، د تېرې یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه هم خپره شوه او له خلکو غوښتل شوي وو چې "ملي‌یووالی وساتي" او ټینګار دا و چې په هېواد کې د ملکي سولې د ساتلو لپاره اقداماتو ته دوام ورکوي.

د لبنان پوځ له اسرائیلو سره جګړه کوي؟

د لبنان پوځ بیروت کې یوه روغتون ته څېرمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لبنان پوځ بیروت کې یوه روغتون ته څېرمه

نو ایا پوځ په اوسنیو جګړو کې کوم رول لري؟ په مؤثره توګه نه.

سره له دې، پوځ په جنوب او د پام وړ شمېر کې حضور لري. پوځ په وروستیو کې اعلان وکړ چې یو لبنانی سرتېری د اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې لخوا په داسې حال کې وژل شوی چې موټرسایکل سپور د تلاشۍ له یوې پوستې د تېرېدا په حال کې و.

همدارنګه، په راتلونکي اوربند کې احتمال شته چې په جنوب کې د پوځ لوی شمېر ځای پرځای شي، هغه څه چې د لبنان لومړي وزیر په دې وروستیو کې اشاره ورته کړې وه.

دا ټول، د ځانګړو ننګونو یوه برخه ګڼل کېږي. ډېرو پوځیانو ته اړتیا ده او د دې لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا ده - هغه بودیجه چې پوځ یې نه لري.