د حزب الله مخکينی مشر حسن نصرالله څوک و؟

حسین نصرالله

د عکس سرچینه، JAMARAN

    • Author, ډیویډ ګریټن
    • دنده, خبریال

شیخ حسن نصرالله، چې لبنان کې د اسلامي شیعه غورځنګ حزب الله مشر و، په منځني ختیځ کې یو له مشهورو او با نفوذه شخصیتونو څخه و.

د اسرائیلو لخوا د وژل کېدو وېرې له کبله شیخ حسن نصرالله له کلونو راهیسې په عام محضر کې نه و لیدل شوی.

اسرائیلي پوځ د شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د دوی هوايي بریدونو نصرالله په بیروت کې وواژه.

د اسرائیلو له دې اعلان څو ساعته وروسته حزب‌الله په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې ډلې مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.

د ایران تر سیوري لاندې شخصیت او له دې هېواد سره نژدې شخصي اړیکې درلودنکی حسن نصرالله په دې کې ډېر رول درلود، چې د حزب الله ډله په سیاسي او نظامي ځواک بدله کړي او دا ډله یې هم سخت احترام کوي.

د نصرالله تر مشرۍ لاندې حزب الله د فلسطیني وسله والې ډلې حماس جنګیالیو په روزنه کې مرسته کړې.

همدارنګه په عراق او یمن کې یې له ملېشو سره مرسته کړې. بله دا چې له ایرانه به یې توغندي ترلاسه کول او د اسرائیلو پر وړاندې به یې کارول.

هغه د حزب الله ډله، چې د یوې وسله والې ډلې په توګه رامنځ ته شوې وه د ښکېلاکګر اسرائیلي پوځ پر وړاندې په یوه قوي پوځي ځواک بدل کړ، چې د لبنان د پوځ پرتله پیاوړې وه.

همدارنګه، دا ډله د لبنان په سیاست کې پیاوړې کړۍ ده، د روغتیا، تعلیم او ټولنیزو چوپړونو په برخو کې ستر خدمات وړاندې کوي او په سیمه کې د ایران د پیاوړتیا یا غوره ښودو لپاره هڅې کوي.

FARS

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، حسن نصرالله په نجف کې

حسن نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې زیږېدلی د بیروت په ختیځ بورج حمود ته څېرمه لوی شوی دی.

هالته یې پلار عبدالکریم سبزي پلورونکی و، چې دی یې له نهو ماشومانو مشر اولاد و.

په ۱۹۷۵ کال کې چې لبنان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، حسن نصرالله لومړی (امل)‌ یا "هیله" غورځنګ او بیا د شیعه له ملېشو سره یوځای شو.

د عراق په سپېڅلي ښار نجف کې د شیعه ګانو په یوه مدرسه کې له لنډ وخت تېرولو وروسته بېرته په لبنان کې له (امل) غورځنګ سره یوځای شو.

خو ډېر ژر په ۱۹۸۲ کال کې دی او نور کسان وروسته له هغه له امل غورځنګ څخه جلا شول، چې اسرائیلو د فلسطینیانو راکټي بریدونو ته سخت ځواب ورکړ.

نوې ډله اسلامي امل د ایران له سپاه پاسداران څخه د پام وړ پوځي او تنظیمي ملاتړ ترلاسه کاوه او د شیعه ترټولو مهم او اغېزناکې ملیشې په توګه راڅرګنده شوه، چې وروسته حزب الله ډله ترې جوړه شوه.

په ۱۹۸۵ کال کې حزب الله په رسمي ډول د " پرانیستي لیک" په خپرولو سره خپل جوړښت یا رامنځ ته کېدل اعلان کړل او امریکا او روسیه (پخوانی شوروي اتحاد) یې د اسلام اصلي دښمنانو په توګه یاد کړل. همدارنګه د اسرائیلو د نابودۍ غږ یې وکړ، چې په خبره یې د مسلمانانو ځمکې اشغالوي.

نصرالله د حزب الله په لیکو کې د تنظیم د ودې لپاره نه ستړې کېدونکي کارونه وکړل.

نوموړي ویل، چې د یوه سرتېري په توګه یې ورته کار وکړ او اوس یې مشر دی.

Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

نصرالله په ۱۹۹۲ کال کې د ۳۲ کلونو په عمر د حزب الله مشر شو، دا وروسته له هغه وشو، چې له ده مخکینی مشر او نجف کې دده استاد عباس الموسوي د اسرائیلو د چورلکې په برید کې ووژل شو.

عباس الموسوي عراق کې د ایران د پخواني مذهبي مشر روح الله خمیني له لوري د شیعه ایډیالوژۍ د پراختیا لپاره ګومارل شوی و.

د موسوي د وژلو غچ یې د هغه له لومړنیو کړنو څخه و.

هغه د اسرائیلو په شمالي برخه د راکټي بریدونو امر وکړ، چې یوه نجلۍ یې ووژله، په ترکیه کې د اسرائیلو د سفارت یو امنیتي افسر د موټر بم په وسیله ووژل شو او د ارجنټاین په بیونس آیرس کې د اسرائیلو په سفارت ځانمرګي برید کې ۲۹ تنه ووژل شول.

نصرالله له اسرائیلي ځواکونو سره ارامه جګړه هم پرمخ وړله تر هغه، چې په ۲۰۰۰ کال کې له سوېلي لبنان څخه د یادو ځواکونو په وتلو سره پای ته ورسېده.

په دې جګړه کې د نوموړي کورنۍ ته هم زیان واوښت او د اسرائیلو د سرتېرو په برید کې یې زوی ووژل شو.

د سرتېرو له وتلو وروسته نصرالله اعلان وکړ، چې حزب الله د اسرائیلو په وړاندې د عربو لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه دا ژمنه هم وکړه، چې د حزب الله ډله به نه بې وسلې کوي او دا یې هم زیاته کړه، چې د شیبا کروندو په ګډون "د لبنان ټوله سیمه باید بېرته ونیول شي".

په ۲۰۰۶ کال کې نسبتا ارامي وه، خو د حزب الله وسله والو د پولې هاخوا برید پیل کړ چې په ترڅ کې یې اته اسرائیلي سرتېري ووژل شول او دوه نور یرغمل شول او دې د اسرائیلو پراخ غبرګون راوپاروه.

د اسرائیلو جنګي الوتکو بیروت او په سوېلي سیمو کې د حزب الله په مرکزونو بمباري وکړې.

هغه مهال حزب الله په اسرائیلو شاوخوا څلور زره توغندي ور وتوغول.

د ۳۴ ورځو په جګړو کې له ۱۱۲۵ څخه زیات لبنانیان چې ډېری یې ملکي وګړي وو،‌ وژل شول.

همدارنګه، ۱۱۹ اسرائیلي پوځیان او ۴۵ ملکي وګړي هغه بلې غاړې ته هم وژل شوي وو

د اسرائیلو جنګي الوتکو د نصرالله کور او دفترونه په نښه کړل خو هغه روغ رمټ پاتې شوی و.

په ۲۰۰۹ کال کې نصرالله یو نوی سیاسي منشور خپور کړ او هڅه یې کوله د حزب الله "سیاسي لید" روښانه کړي.

هغه سند چې ۱۹۸۵ کال کې ترلاسه شوي اسلامي جمهوریت ته یې اشاره نه ده کړې خو اسرائیلو او د امریکا متحده ایالاتو پروړاندې یې سخت دریځ ساتلی و او ټینګار یې کاوه، چې حزب الله اړتیا لري خپلې وسلې له خپله ځانه سره ولري، خو هغه مهال د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سره سم په سوېلي لبنان کې پرې بندیز لګېدلی و.

AFP

د عکس سرچینه، AFP

نصرالله ویلي وو: "خلک پرمختګ کوي، په تېرو ۲۴ کلونو کې ټوله نړۍ بدله شوې، لبنان بدل شوی، نړیوال نظم بدل شوی دی."

څلور کاله وروسته نصرالله اعلان وکړ، چې حزب الله سوریې ته د جنګیالیو په لېږلو سره یو "بشپړ نوي پړاو" ته ننوځي چې د خپل ټلوال له ملاتړه برخمن ولسمشر بشارالاسد سره د بغاوت مخنیوي کې مرسته وکړي.

هغه وويل: "دا زموږ جګړه ده او موږ ورسره ولاړ يو."

د لبنان سني مشرانو حزب الله تورن کړ، چې هېواد یې د سوریې په جګړه کې ښکېل کړ.

په ۲۰۱۹ کال کې لبنان کې ژور اقتصادي بحران د دې لامل شو چې د سیاسي مشرانو پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شي، هغه مشران چې له اوږدې مودې په فساد، بې ځایه لګښت، ناسم مدیریت او غفلت تورن وو.

نصرالله په پیل کې د اصلاحاتو له غوښتنې سره خواخوږي څرګنده کړه، خو د هغه چلند هغه مهال بدل شو، چې لاریون کوونکو د سیاسي نظام بشپړې ارزونې غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اتمه د حماس وسله والو لخوا په اسرائیلو له بې ساري برید یوه ورځ وروسته چې په غزه کې جګړه پیل شوه، د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ پخوانۍ جګړه ناڅاپي ګرمه شوه.

حزب الله له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د اسرائیلو پر پوستو ډزې وکړې.

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د نومبر په میاشت کې په یوه وینا کې نصرالله وویل، چې د حماس برید " سل په سلو کې فلسطیني برید و هم د پرېکړې له اړخه او هم د ترسره کولو له اړخه" خو د ده د ډلې او اسرائیلو ترمنځ ډزې اغېزناکې او مهمې وې.

یادې ډلې تر ۸۰۰۰ ډېر راکټونه د اسرائیلو په شمال او د اسرائیلو تر اشغال لاندې د ګولان په لوړو توغولي دي.

همدا راز یې په زغره والو موټرو د ټانک ضد توغندي هم ویشتلي دي او د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي‌ دي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ای‌دي‌اېف (IDF) په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو د هوايي بریدونو او د ټانک او توپخانې په ډزو ځواب ورکړ.

نصرالله په خپله وروستۍ وینا کې پر اسرائیل تور ولګاوه، چې د حزب الله د غړو پېجري‌ دستګاوې یې په بمونو والوزولې او له امله یې ۳۹ کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

ده په دې خبرو کې زیاته کړې وه، چې "اوس یې له ټولو سرو کرښو پښه واړوله. "

نوموړي منلې وه، چې ډلې ته یې "بې سارې ضربه" رسېدلې ده.

له دې هرڅه لږ وروسته اسرائیلو په ډراماتیک ډول پر حزب الله بریدونه زیات کړل، د بمباریو څپې یې پیل کړې چې نژدې ۸۰۰ کسان یې ووژل.