د اسرائیلي پوځ له خبرداري وروسته د بیروت په سوېل کې نور هوايي بریدونه کړي

د ویډیو تشریح، د بیروت سویل کې د اسرائیل هوايي بریدونه

د اسرائیل دفاعي ځواکونو 'ای‌ډی‌اېف' ادعا کړې چې حزب‌الله دغلته تر ځینو ودانیو لاندې وسلې او مهمات پټ کړي‌ دي‌.‌

لبناني، ایراني رسنیو، رویټرز او د فرانسې خبري اژانس د حزب‌الله له خولې ویلي چې ښاغلی نصرالله "ژوندی او په یوه خوندي سیمه کې" دی.‌ هم‌مهاله یوه امریکايي چارواکي ویلي واشنګټن د بیروت پر سوېل د اسرائیلو له برید وروسته د حسن‌ نصرالله د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

دوی تر دغو بریدونو مخکې د بیروت د سویل په دوو سیمو کې د لږترلږه درېیو ودانیو اوسېدونکو ته امر کړی و چې له سیمې ووځي.

هممهاله له بیروت څخه په تازه خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې له هوايي بریدونو وروسته له ځینو ودانیو لوګي پورته کېږي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې په منځي ختیځ کې مېشت امریکايي ځواکونه دې له اړتیا سره سم تنظیم شي.

سپینه ماڼۍ وايي،‌ هغه پنټاګون ته امر کړی چې په منځي ختیځ‌ کې امریکايي ځواکونه د اړتیا له مخې "وارزوي او منظم کړي."

ښاغلي بایډن همدا راز په سیمه کې د امریکا سفارتونو ته هم ویلي چې د "خوندیتابه" لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.

هغه دغه امر د بیروت پر سویل د اسرائيلو د بریدونو له دې تازه څپې وروسته کړی.

د اسرائیل پوځ د جمعې پر ورځ تر دې ور مخکې ویلي وو چې د بیروت د سویل په ضاحیه سیمه کې یې د حزب‌الله پر عمومي‌ مرکز برید کړی.

اسرائيلي رسنۍ وايي، د دغه برید هدف د حزب‌الله مشر حسن نصرالله و.

خو حزب‌الله وروسته رسنیو ته وویل، چې مشر یې "روغ او ژوندی" دی.

د لنبان روغتیا وزارت وايي، په دغه برید کې ۶ کسان وژل شوی او ۹۱ نور ټپيان دي.‌

ژغورندویه ډلې لا هم دغلته تر ویجاړیو لاندې په نورو احتمالي قربانیانو پسې ګرځي.‌

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي،‌ له لبنان څخه پرې له ۶۰ ډېر نور توغندي ورتوغول شوي.

ای‌ډي‌اېف زیاته کړې چې له دغو توغندیو ځینې د دوی دفاعي سیستمونو شنډ کړي، خو ځینې په صفد ښار کې لګېدلي دي.

تر اوسه له دې اړخه د اوښتې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.