د ملګرو ملتونو سرمشريزه؛ د اسرائيلو او لبنان شخړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د لبنان پر سویلې سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونه او د اسرائیلو پر شمالي برخې د حزب الله توغندیز ګوزارونه سې شنبې ترسره کېدل.
د تېر کال اکټوبر مياشت کې پر اسرائيلو د حماس له مرګوني بريد راوروسته دغه دواړه لوري يو پر ګوزارونه کوي چې تر ډېره يې مرګژوبله لبنان ته اوښتې ده.
د لبنان د روغتيا وزارت وايي له تېرې دوشنبې راهيسې دغه هېواد کې د اسرائيلو په روانو بريدونو کې ۵۵۸ تنه وژل شوي او له ۱۸۳۵ زيات ټپیان دي. د يا وزارت په وينا په وژل شويو کې ۵۰ ماشومان دي.
اسرائیل وايي په دغو بريدونو کې يې د حزب الله ډلې موخې په نښه کړې دي
خو د جګړې له سیمې زرګونه کیلومټره لرې د منځني ختیځ دا کړکېچ د ملګرو ملتونو د ټولغونډې یا عمومي اسامبلۍ د سر له مسلو وه.
د امريکا ولسمشر جو بایډن د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا کې وويل چې اداره یې د شخړې پر سیاسي حل کار کوي او د جګړې لا پراخېدل د هېچا په ګټه نه ده.
نوموړي وويل، "جزب الله بې له کومې پارونې د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې ورګډ او پر اسرائیلو یې توغندي وتوغول. اوس نژدې پس له یوه کاله، د اسرائیلو او لبنان د ګډې پولې دواړو غاړو کې خورا ډېر شمېر خلک بې ځایه شوي دي. بشپړه جګړه د هېچا په ګټه نه ده. سره له دې چې د جګړې لمن پراخه شوې خو لا هم یو ډیپلوماتیک حل شونی دی. په حقیقت کې دا یوازینې لاره ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
دا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د امریکا د ولسمشر په توګه د جو بایډن وروستۍ وینا وه خو د هغه ایراني سیال چې د ولسمشر په توګه یې دې غونډې ته خپله لومړنۍ وینا اوروله پړه یې پر اسرائیلو واچوله.
د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل اسرائیل منځني ختیځ کې د "اور لمبو ته پوکی ورکوي". نوموړي غزه کې د اسرائیلو کړنې د "بشریت پر خلاف جنایت او دولتي ترهګري" وبلله. خو وروستی پیغام یې جګړې ته د پای اېښودل و.
نوموړي وویل وړاندې له دې چې لبنان کې د اسرائیلو دا وحشت ټوله سیمه او نړۍ په خپله لمنه کې را ونغاړي باید ورته د پای ټکی کېښودل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د عمومي اسامبلې پر لومړي ورځ خپله وینا کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د لبنان په یوې بلې غزې د بدلېدو شونتیا شته. ګڼو لوېدیځوالو مشرانو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې او د یوه ډيپلوماتیک حل لارې غوښتنه یې کړې خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا ملګرو ملتونو او لوېدیځوالو هېوادونو ته د پړې ګوته ونیوله چې د جګړې په ختمولو کې پاتې راغلي.
ښاغلي اردوغان د ملګرو ملتونو ټولغونډې ته په خپله وینا کې وویل هغه ارزښتونه چې لوېدیځ یې د دفاع ادعا کوي د له منځه تلو په حالت کې دي.
نوموړي وويل، "تر ننه پورې د غزې سلګونه ماشومان ځکه ژوند بایللی چې یوه مړی سپوره ډوډۍ یې نه ده موندلې. د اوبو یو غړپ او یا یو کاسه سوپ نه دي ور رسېدلي. هغو اوس هم مري. په غزه تړانګه کې یوازې ماشومان نه مري. د مګرو ملتونو سیستم هم ور سره مري. رښتیا مري. هغه ارزښتونه مري چې لوېدیځ یې د دفاع ادعا کوي. "
اسرائیل او حزب الله تېره ورځ هم پر یوه بل درانه ګوزارونه وکړل حزب الله منلې چې پر بیروت داسرائیلو په یوه هوايي برید کې د دغه غوړځنګ لوړ پوړی قومندان ابراهیم محمد قبیسي وژل شوی دی.
اسرائیلو کې هم څو ځله د خطر زنګونه غږول شوي او د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د لبنان له سوېله د خلکو د بې ځایه کېدو لړۍ هم روانه ده. دوی وايي د خپل سر خوندي کولو لپاره اړ دي سیمه پرېږدي.











