ګوتېرېش پر طالبانو غږ کړی چې افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي

انتونيو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش په افغانستان کې د طالبانو له حکومته يو ځل بيا غوښتي چې نجونو او ښځو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

ښاغلي ګوتېرېش چې د امريکا په نيويارک کې د افغان ښځو له يوې ډلې سره په ناسته کې خبرې کولې وويل، "که د اسلامي همکاريو د ټولنې په ګډون د نړۍ هېوادونه او نور بنسټونه په ټينګه د افغان نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړي، زه په دې غوښتنه کې له دوی سره همغږی کېږم چې د طالبانو واکمنه اداره دې سملاسي پر ښځو لګېدلي تبعيضي محدوديتونه لرې کړي او له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانيزي."

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

که څه هم د طالبانو حکومت دا بنديز لنډمهالی او د دوی د مشر په امر ثاني پورې تړلی بولي خو دا دی د دريو کلونو په تېرېدو سره لا هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې نه دي پرانيستل شوې.

د ملګرو ملتونو مشر په تازه څرګندونو کې ويلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ژور جنسيتي تبعيض او ځپنې سره مخ دي او په وينا يې د طالبانو حکومت د امر باالمعروف نوی قانون له عام ژوند څخه د ښځو سیستماتیکې بي برخې کېدنې ته رسمیت ورکوي.

د طالبانو حکومت تېره مياشت د امر باالمعروف په نامه يو قانون توشيح کړ چې له مخې يې ان د ښځو پر غږ هم بنديز ولګول شو چې په وينا يې د ښځو غږ عورت يا ستر دی او قرائت، نعتونه او سندرې په لوړ اواز نشي ويلی.

د ملګرو ملتونو سرمشريزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړيوالو تر څنګ ډېری افغانان په هېواد کې د ننه او بهر پر افغان نجونو او مېرمنو د زدکړو تر څنګ د لګېدلو نورو بنديزو د لرې کېدو غوښتنه کوي چې همدا د نړيوالو له خوا د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو پر وړاندې يو خنډ هم بلل کېږي.

نړیوالې ټولنې دا بندیزونه پر بشري حقونو تېری بللی خو طالبان د ښځو او نجونو د حقونو مسله کورنۍ بولي. دوی وايي د اسلامی شریعت په رڼا کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونو ته ژمن دي.

انتونيو ګوتېرېش له افغان ښځينه فعالانو سره دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې نن سې شنبې د ملګرو ملتونو ۷۹ مهمه ناسته وشي چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي او مشران به په کې ګډون وکړي.

تر دې سرمشريزې وړاندې د نوبل سولې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ له ګډونوالو غوښتي وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته پاملرنه وکړي.

د سرمشریزې ناستې لپاره د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د بنګله دېش لنډمهاله لومړی وزیر محمد یونس او ځینې نور د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت کوم استازی به په دې سرمشریزه کې نه وي، خو ویل کېږي چې افغانستان، فلسطین،ایران، روسیه، اوکرایین، سوډان او ځینې نور هېوادونه به د دغې ناستې د بحثونو یوه اصلي موضوع وي.