د طالبانو مشر په یوه قانون کې د امر بالمعروف وزارت دندې او واکونه مشخص کړي

افغانستان

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت د نوي قانون منظورولو سره امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته پراخ واکونه ورکړي دي.

په دغه قانون کې چې د طالبانو د مشر لخوا تر توشېح کېدو وروسته په رسمي جرېدې کې خپور شوی، مېرمنو لپاره حجاب لازمي او د هر ډول ساه لرونکي عکس اخیستل منع بلل شوي دي.

همدا راز د دغه وزارت محتسبینو ته ویل شوي چې ټولنې کې د هر ډول تعصباتو او تبعیض مخه ونیسي او له خلکو سره ښه چلن وکړي.

په دغه قانون کې د ټولنیز ژوند اکثره برخې یادې شوې دي.

د طالبانو حکومت دا ډول قانون جوړونه د خپلې پالیسۍ برخه ګڼي، خو په تېر کې د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوي و.

د طالبانو د مشر لخوا توشیح شوی قانون څلور فصلونه او پنځه دېرش مادې لري.

د قانون په څلورمې ماده کې راغلي، دا قانون پر ټولو ادارو او هر هغه چا پلی کېږي، چې افغانستان کې اوسي.

د عدلیې وزارت ویاند وايي، د دغه قانون د جوړیدو موخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د واکونو او چارو تنظیمول دي.

د افغانستان مخکینی اساسي قانون د احنافو او اهل تشیع دواړو فقهي مسایلو حل لپاره کارول کېده، خو د طالبانو حکومت د دغه قانون په شپږمه ماده کې راغلي، چې دا وزارت له حنفي فقې سره سم د معروفاتو په اقامه او له منکراتو په منع کولو مکلف دی.

درې کاله وړاندې چې طالبان واک ته ورسېدل له بېلابېلو ولایتونو داسې شکایتونه وو، چې د امربالمعروف کارکوونکي په بازارونو کې له خلکو سره سخت چلن کوي او د ځینو پېښو ویډیوګانو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

اوس د دې قانون لسمې مادې کې د محتسب او احتساب د اصولو په اړه ویل شوي، چې محتسبین باید انساني کرامت مراعت او له خلکو سره ښه چلند وکړي.

دغه راز باید د خلکو شخصی حریم ته له داخلېدو ډډه وشي، خو چې شریعت اجازه ورکړي وي، په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکول شوی.

همدې مادې کې وړاندې راغلي د وزارت کارکوونکي باید نیکۍ ته د خلکو په رابللو او د بدۍ مخنیوي کې عدالت رعایت او له هر ډول تبعیض ډډه وکړي.

له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړئ

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

لسمه ماده کې پر دې هم ټینګار شوی چې له منکراتو مخنیوی په وعظ او نرمۍ سره وي، په لاس منع کول به هغه وخت اجازه لري چې د کومې لویې بدۍ رامنځ ته کېدو وېره وي.

د طالبانو حکومت په لومړنۍ او اوسنۍ دوره کې د مېرمنو پر حجاپ ډېر ټینګار کېږي. پر دغه ټکي د بشري حقونو یو شمېر فعالانو نیوکې کړې دي.

اوس د دغه قانون دیارلسمه ماده کې د ښځې ټول بدن ستر او پټول یې لازمي بلل شوی او راغلي، چې د فتني د مخنیوي لپاره د ښځو مخ پټول ضروري دي.

دغه راز زیاته شوې چې د ښځو غږ هم عورت یا ستر دی او قرائت، نعتونه، سندرې به په لوړ اواز نه شي ویلی.

په قانون کې دا هم ویل شوي، د مسلمانو ښځو لباس به نری، لنډ او چسپ نه وي او له نامحرمو نارینه وو، به مخ پټوي.

د دیارلسمې مادې یو برخه کې مېرمنو ته اجازه ورکړ شوې چې د شرعی اړتیا لپاره له کوره وتلی شي خو په دې مکلفه ده چې د خپل بدن، مخ او غږ ستر وکړي.

څوارلسمه ماده کې بیا د نارینه وو د ستر په اړه د نورو مواردو تر څنګ ویل شوي چې د سپورت او ساعتېرۍ پرمهال باید داسې جامې واغوندي چې عورت یې به کې پټ وي او ډېر چسپ نه وي.

اولسمه ماده کې د امربالمعروف ونهي عن المنکر محتسبینو ته د مطبوعاتو او خپرونو اړوند پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

په دې ماده کې محتسبانو ته مسوولیت سپارل شوی چې د رسنیو مسوولان د داسې مطالبو نه خپرولو ته مکلف کړي چې له شریعت سره په ټکر کې وي، د مسلمانانو سپکاوی په کې شوی وي، یا هم په کې ساه لرونکي انځورونه وي.

پر موسیقۍ او سندرو بندیز

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا چې په برخه کې به په راتلونکې کې د ټلویزونونو په اړه څه تصمیم نیول کېږي؟ د عدلیې وزرات ویاند یې په هکله وايي، د خپلو جګپوړو مقاماتو له اجازې وروسته به دا پوښتنه ځوابوي.

په اتلسمه ماده کې محتسبینو ته دنده ورکول شوې، چې باید سوداګر، کسبګر او کروندګر په ټاکلي وخت لمانځه ته راوبولي، د سود او احتکار مخه ونیسي او دا باوري کړي چې عشر او زکات په وخت ورکړ شي.

په شلمه ماده کې د ترانسپورت اړوندو مسایلو کې د وزارت محتسبین مکلف بلل شوي، چې موټرو کې د سندرو غږولو، د نشه یي توکو کارونې او قاچاق مخنیوی وکړي او موټر چلوونکي مکلف کړي، هغه مېرمنې ونه لېږدوي چې حجاب یې نه وي کړی او یا هم عاقل بالغ محرم ورسره نه وي.

په دې قانون کې د وزارت محتسبین مکلف بلل شوي دي، چې د زنا، بچه بازۍ، قمار چې هګۍ جنګول هم په کې یاد شوي مخنیوي وکړي.

دغه راز د سپیو، چرګانو، زرکو او نورو حیواناتو جنګول هم منع بلل شوي دي.

په دې قانون کې د ټیپ او راډیو ناسمه کارونه، او همدا راز په موبایل د ساه لرونکو شیانو د ویډیو جوړول او کتل هم منع بلل شوي دي.

د ځانګړو منکراتو د عنوان لاندې د نورو شیانو ترڅنګ د وزارت محتسبینو ته ویل شوي، چې د ږیرو خریلو په مخنیوي مکلف دي، نارینه باید تر قبضې ږیره ولري او د شریعت مخالف ویښتانو پرېښودو ته اجازه ورنه کړي.

په تېرو دریو کالو کې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت د ږیرې ساتلو په برخه کې دا ډول پرېکړه کوي.

نوروز او یلدا شپې لمانځل منع شوي

یو بله موضوع چې ښايي یو لوی شمېر افغانان یې په اړه غبرګونه وښيي، په دې قانون کې د مسلمانانو لخوا نوروز، د یلدا شپې لمانځل او د اور لوبو منع کول دي.

د امر بالمعروف وزارت ته په دې لړ کې د مخنیوي واک ورکړی شوی دی، خو په دې اړه په څرګند ډول څه نه دي ویل شوي چې غیر مسلمانان به هم دا پرېکړه عملي کوي که څنګه؟

دغه راز د نېکټايي کارونه هم غیر شرعي بلل شوې او په مخنیوي یې تاکید شوی دی.

محتسبینو ته واک ورکړ شوی چې د مور پلار د نافرمانۍ او د خلکو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی هم وکړي.

په قانون کې محتسبینو ته هغه لارې چارې هم ټاکل شوي چې په کوم ډول به د منکراتو مخنیوي کوي.

په دې لړ کې لومړی نصیحت یا توصیه کول راغلي، د الله تعالی له عذاب وېرول، په سختو ټکو ګواښل، او همدا ډول له یو ساعته تر درې ورځو بند هم پکې شامل دی.