کابل کې د طالبانو امر بالمعروف لسګونه ښځې د "بې حجابۍ" په تور نیولې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو امر بالمعروف وزارت په کابل کې لسګونه ښځې په دې تور نیولي چې د دوی په ټکو "بد حجابي" یې کوله.

بي بي سي ته مالومه شوې چې لسګونه نجونې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د امربالمعروف محتسبیونو نیولي دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویاند مولوي عبدالغفار سباوون هم بي بي سي پښتو ته تائید کړې چې محتسبیونو یې یو شمېر ښځې نیولې دي، خو د شمېر په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.

ښاغلي سباوون زیاتوي چې د نیول شویو ښځو "محرمانو ته یې بیا بیا " لارښوونه کړې وه چې د خپلو ښځو حجاب او لباس ته پام وکړي. "

نوموړی وايي، "دا هغه زنانه وې چې په اسلامي ټولنه کې یې بې حجابي خپروله، اسلامي ارزښتونه او شعایر تر پښو لاندې کړې او باعزته ښځې یې بې حجابۍ ته هڅولې."

طالبان

د عکس سرچینه، sabawoon

د عکس تشریح، د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویاند مولوي عبدالغفار سباوون

پر خواله رسنیو ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د کابل په تایمني او د کابل ښار په لویدیځ کې ځینې ښځې د امر بالمعروف له خوا نیول کېږي او موټرو ته پورته کېږي.

د طالبانو دغه چارواکی ادعا کوي، چې دغه ښځې یې "د هغوی د شرعي محرمانو په غوښتنه ښځینه پولیسو نیولې دي."

ښاغلي سباوون زیاتوي چې نیول شوې ښځې به "قضايي ارګانونو ته وسپارل شي او یا به ضمانت خوشې شي."

طالب چارواکي دا نه وايي چې نیول شویو مېرمنو څه ډول بې حجابي خپروله خو پخوا د امر بالمعروف محتسبیونو له ښځو غوښتي وو چې تنګې جامې ونه غوندي او داسې کالي په تن کړي چې ټول بدن یې پوښلی وي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

طالب چارواکي دا نه وايي چې نیول شویو مېرمنو څه ډول بې حجابي خپروله خو پخوا د امر بالمعروف محتسبیونو له ښځو غوښتي وو چې تنګې جامې وا نه غوندي او داسې کالي په تن کړي چې ټول بدن یې پوښلی وي.

له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د ملګرو ملتونو په وینا یې لسګونه بندیزونه او سپارښتنې پر ښځو د بندیزونو لپاره خپرې کړې دي. له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو منع کول، کارونو ته نه پرېښودل او له سیل ځایونو او پارکونو را ګرځولو یې مهمه هغه بلل کېږي.

طالب چارواکي بیا ټینګار کوي چې "نظام یې اسلامي دی" او هغه څه پلي کوي چې "دوی یې په خپل تعبیر سوچه اسلامي ګڼي."