يوناما د طالبانو حکومت د نوي قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې

روزا اوتونبايوا

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د طالبانو د حکومت لخوا د هغه قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د اشخاصو پر فردي چلند پراخ محدودیتونه وضع کوي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسیبنو ته یې د پلي کولو واکونه ورکوي.

اغلې روزا اوتنبایوا د امر بالمعرف او نهی عن المنکر قانون چې همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د مشر لخوا توشیح شو د افغانستان د راتلونکې لپاره یو "ځوروونکی" لېدلوری بللی ځکه چې په وینا یې دا قانون محتسبینو ته اختیاري واک ورکوي چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لست پر بنسټ هر څوک "وګواښي او توقیف" یې کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په دې اړه د اغلې اوتنبایوا د څرګندونو یوه خبرپاڼه هم پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې چې په کې نوموړې ویلي، دا قانون د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د هغې په وینا د "نه زغملو وړ محدودیتونه" لا ډېروي، او له مخې یې له کوره بهر د ښځو غږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو استازې ویلي د قانون متن د افغانستان د مذهبي ټولنو بشپړې تنوع ته په کتو سره، د مذهبي ازادۍ په اړه اندیښنې له ځانه سره لري، او همدارنګه لا نور محدودیتونه په کې نغښتي دي چې د خبریالانو او رسنیو کار به اغېزمن کړي.

روزا اوتنبایوا ویلي له لسیزو جګړو وروسته او د یوه ناوړه بشري ناورین په ترڅ کې افغانان د لمانځه لپاره د ناوخته کېدو، د محرم کس د نه شتون او یا هم د خپلې خوښې کس د انځور د لرلو له کبله د ګواښېدو پر ځای ورسره ښه چلن ته اړتیا لري.

د اغلې اوتنبايوا په خبره نړیواله ټولنه په ښه نیت هڅه کوي چې افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره ښکېله شي او دا هېواد د سولې او سوکالۍ پر لاره وویني چې ټول وګړي یې د خپلې راتلونکې په ټاکلو کې برخه ولري او حقونه یې خوندي وي او داسې نه وي چې یوازې سپارښتنې ورته وشي.

د نوموړې په وینا د افغانانو د حقونو لا ډېر محدودول او په دومداره توګه یې په ویره کې ساتل به موخې ته رسېدل لا ګران کړي.

امر باالمعروف

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو د استازولۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې یوناما نوی تصویب شوی قانون او د افغانانو لپاره یې پایلې او همدارنګه له ملګرو ملتونو او افغانستان سره پر بشري مرستو احتمالي اغېزې څېړي او د یو شمېر مادو او د پلي کېدو د پلانونو په اړه له حاکمو چارواکو د سپناوي غوښتنه کوي.

یوناما د دې قانون دوه مادې مثبتې بللې چې یو یې له یتیمانو سره د ناوړه چلن منع کولو او بل یې د بچه بازۍ د دود منع کولو ماده ده.

دغه راز له طالب چارواکو غوښتنه شوې چې له جنسي تېریو د ساتلو په ګډون د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې طالب چارواکي تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د شریعت په رڼا کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ کې د خلکو حقونه له ګواښ سره مخامخ دي.

هېره دې نه وي چې اغلې اوتنبایوا به د افغانستان د وضعیت په اړه د راتلونکې سپتمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل رپوټ وړاندې کړي.