د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې د بایډن وروستۍ وینا: "له افغانستانه د ځواکونو وتلو پرېکړه سخته خو پر ځای وه"

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو ۷۹یمې کلنۍ سرمشریزې ته د خبرو پر مهال له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه خو دا یې "سخته پرېکړه" وبلله.‌

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له نږدې شل کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په بشپړ ډول له دغه هېواد په "کاواک بڼه" ووتل او دا پرېکړه له سختو نیوکو سره مخ شوه.

ښاغلي بای‍ډن چې هغه مهال یې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه،‌ نن سې شنبه د ملګرو ملتونو عمومي‌ غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان پر ویتنام بدلېدونکی و.

"کله چې واک ته ورسېدم، افغانستان پر ویتنام په بدلېدو او دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه.‌ ما ژمنه کړې وه چې‌ پای ته یې رسوم او پای ته مې ورسوله. دا سخته پرېکړه وه،‌ خو پر ځای وه."

له طالب استازو سره د سولې مستقیمې خبرې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ د حکومت لخوا دوحه کې پیل شوې وې چې نږدې ۱۸ میاشتې یې دوام وکړ.

پر دغو خبرو نېوکه دا وه چې د افغانستان جمهوري حکومت یې څنډې ته کړی و.‌

ښاغلي بایډن څلور کاله مخکې واک ته له رسېدو وروسته پرېکړه وکړه چې له هر ډول شرط پرته له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي. نوموړی زیاتوي، نه یې غوښتل بل ولسمشر ته دغه پرېکړه پرېږدي.

"د امریکا څلور ولسمشران له دې پرېکړه سره مخامخ وو، خو ما ژمنه کړې وه چې پنځم ولسمشر ته یې نه پرېږدم.‌ دا پرېکړه له تراژيدۍ سره مله وه. ۱۳ امریکایان له سلګونو افغانانو سره په ځانمرګي برید کې ووژل شول. د هغوی په اړه هره ورځ فکر کوم.‌"

دا ځانمرګی برید د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې د کابل نړیوال هوايي ډګر سره داسې مهال وشو چې زرګونه کسان د تخلیې بهیر کې له افغانستانه د وتلو لپاره د هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي وو. د هغه برید مسوولیت داعش ډلې منلې و.

نور پر څه وغږېد؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو غونډې ته په نژدې نیم ساعت وینا کې، ښاغلي بایډن په غزه او لبنان کې پر کړکېچ او د اوکرایین پر جګړه هم تم شو.‌

هغه ټینګار کاوه چې د جګړو او ناوخوالو لپاره دې حللارې پيدا شي. د ده په وینا د لبنان او اسرائیلو ترمنځ‌ د لانجې لپاره دیپلومات حل پیدا کېدای شي خو په اړه یې نور جزئيات ورنه کړل.

د نوموړي ټینګار یې دا و چې د "ایران نیابتي‌ ډلو" ته به باید اجازه ورنه کړل شي چې سیمه کې د ده په ټکو بې ثباتي‌ رامنځته کړي.

ښاغلي بایډن وویل چې "ایران باید هیڅکله اتومي وسله تر لاسه نه کړي." ایران تل ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې سوله ییز دی او د انرژۍ لپاره یې کاروي.

دا د ملګرو ملتونو سرمشیزې ته د امریکا د ولسمشر په توګه د هغه وروستۍ وینا بلل کېږي ځکه دی بیا ټاکنو ته نه دی ولاړ.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اوکرایین سره به ملاتړ تر هغې روان ساتي چې روسیې په دغه هېواد کې ماتې نه وي‌ خوړلي.‌ د ولسمشر په ډول به د ملګرو ملتونو عمومي‌ عونډې ته دا د ښاغلي بایډن وروستۍ وینا وي،‌ ځکه بل ځل ټاکنو ته یې مرستیاله کمالا هرېس نومانده ده.‌