یونسکو: طالبانو قصدآ یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له زدکړو راګرځولې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي اداره یونسکو وايي افغانستان کې طالبانو یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له ښوونځي قصدا منع کړې دي.
یونسکو واک ته د طالبانو د بېرته راتګ درېیمې کالیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې لومړنیو ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو شمېر هم د تېر حکومت پر تله یو اعشاریه یو میلیون را کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې له زدکړو د دومره لوی شمېر ماشومانو د محرومیت د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی او مشرې یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان نجونو ته پوهنتونونو او ښوونځیو کې د زدکړې حق تر لاسه کولو لپاره یو موټي شي.
یونسکو ویلي له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې قصدآ له منځنیو او ثانوي زدکړو منع شوې او یوازې تېر کال له ښوونځیو د محرومو شویو نجونو شمېر درې لکه زیات شوی دی.
دا هغه نجونې دي چې سږ کال یې شپږم ټولګی بشپړ کړی دی.
یونسکو وايي که له دې سره هغه نجونې هم یو ځای شي چې د طالبانو له بندیز وړاندې له ښوونځي محرومې وې، نو په افغانستان کې له زدکړې د ټولو محرومو نجونو شمېر دوه نیم میلیونو ته رسیږي چې د ښوونځي د عمر نجونو اتیا سلنه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په دوه لسیزو کې د زدکړې برخه کې پرمختګ ته په اشارې ویلي طالبانو په خپلو پریکړو سره دا پرمختګ له منځه یوړ او د یو نسل راتلونکی یې له خطر سره مخامخ کړی.
یونسکو وايي یوازې متوسطه او ثانوي زدکړې د طالبانو په راتګ سره نه دي اغیزمنې شوې بلکې لومړنۍ زدکړې هم اغیزمنې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ادارې د موندنو له مخې د طالبانو راتګ سره ښوونځیو کې د نویو شاملیدونکو زدکوونکو شمېر کم شوی.
په ۲۰۱۹ کال کې لومړنیو ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو شمېر شپږ اعشاریه اته میلیونه وو خو د طالبانو له واکمنۍ یو کال ورسته دا شمېر پنځه اعشاریه اووه میلیونه ته راټیټ شو.
یونسکو زیاتوي د طالبانو د پرېکړو ترڅنګ په دغه شمېر کې د کمي یو بل لامل ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته په کتو د کورنیو لپاره په زیاتېدونکي ډول د انګیزې یا هڅونې نشتوالی دی.
یونسکو وايي دا په اوږد مهال کې ډېرې ناوړه پایلې لري لکه دا چې ښايي د ماشومانو کاریګرو او د کم عمر نجونو ودونه زیات شي.
طالبان چې وايي د نجونو پر زدکړه بندیز دایمي نه دی، واک ته له رسېدو وروسته پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو هم بندیز لګولی او په کانکور ازموینو کې یې د ګډون حق نه دی ورکړی.
یونسکو وايي د لوړو زدکړو برخه کې هم شمېرې ډېرې اندېښمنوونکي دي، داسې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر ۵۳ سلنه کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو دا اداره خبرداری ورکوي که حالت همداسې دوام وکړي نو افغانستان به د لوستو او په کارپوه کسانو د شمېر له شدید کموالي سره مخامخ او د پرمختګ چارې به ټکنۍ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې مناسبت د یونسکو مشرې آوډرې ازولای یوه لنډ پيغام کې ویلي د طالبانو واک لاندې افغانستان نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر زدکړه یې بندیز لګولی.
دا وايي دا حالت باید موږ ټولو لپاره د اندېښنۍ وړ وي، د زدکړې پر حق جوړ جاړی نه شي کېدای او نړیوال ټولنه باید له قید او شرط پرته د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو خلاصولو لپاره یو موټی شي.
یونسکو وايي د انلاین او رسنیو له لارې یې د افغان نجونو د زدکړې پروګرامونه په افغانستان او له افغانستانه بهر پلي کړي، خو هیڅ ډول زدکړې ښوونځي کې د زدکړو ځای نه شي نیولی.











