افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې
ملګري ملتونه وايي له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، د يو لړ کلکو سره اوبدل شوو فرمانونو، تګلارو او کړو وړو له لارې یې د ښځو او نجونو بسنټيز حقونه او ازادۍ په نښه کړې دي. يوه سند کې چې د ملګرو ملتونو ښځو ټولنې خپور کړی، ويل شوي، دغو تکلارو او کړو وړو د ښځو او نجونو ازاد خوځښت خنډونو سره مخامخ کړی، د دوی پر وړاندې يې د زدکړو او کار فرصتونو او لارې لنډې کړې.
دا سند داسې مهال خپرېږي، چې افغانستان کې د نجونو پر منځنيو او ثانوي زده کړو د طالبانو د بنديز له پیله اوس زر ورځې تېرېږي.
د طالبانو دا ګام چې د اسلامي هېوادونو او الازهر په ګډون مخورو اسلامي ټولنو او هم نړيوالې ټولنې په کلکه غندلی او له اسلامي لاروښونو او بشري حقونو یې ستوغه سرغړونه بللې.
بي بي سي پښتو ټلويزيون دا اوونۍ افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د بنديز زر ورځو پوره کېدو په اړه د راپورونو لړۍ خپروي. نن کريمه نعيمه د افغان نجونو پر زدکړو د طالبانو د بنديز تاريخ ته کتنه لري.



