اسرائیل وايي، په بیروت کې یې د حزب الله پر ''مرکز'' برید کړی دی

لبنان

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیلي پوځ وايي، د لبنان پلازمېنه بیروت کې یې د حزب الله پر مرکز برید کړی دی. لبناني چارواکو له دې وروسته وویل، په چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او ۷۶ کسان ټپیان شوي دي.

د پېښې ځای ته نژدې د بي بي سي یو خبریال وايي، لارې، کوڅې له هغو خلکو ډکې دي، چې د پېښې له ځایه تښتي او امبولانسونه په همدې حال کې هلته د رسېدو هڅه کوي.

د لبنان عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي، د مرګژوبلې شمېرې لومړنۍ دي او د بیروت په دې سویلي برخه کې د ژغورنې چارې روانې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي داسې احتمال شته چې "په راتلونکو څو ساعتونو کې د مرګژوبلې شمېر زیات شي. "

بل لور د اسرائیلي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د بیروت ښار په سویلي برخه کې د حزب الله په دې کلک مرکز کې د اسرائیلي ځواکونو د هوايي بریدونو هدف د حزب الله مشر حسن نصرالله و.

خو حزب الله سرچینو بیا د اې ایف پي، رویټرز او په ایران او لبنان کې ځايي رسنیو ته ویلي، چې حسن نصرالله ژوندی دی او د بیروت په څنډو الضاحية سیمه کې خوندي دی.

نه خو د اسرائیل له لوري رسماً څه ویل شوي، چې حسن نصر الله د دې برید هدف و او نه هم حزب الله رسماً پر خپل مشر د برید په هکله څه ویلي دي.

حسن نصرالله روانه میاشت یوه ټلویزوني وینا وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

تازه، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي، امریکا ته خپل سفر لنډوي او نن شپه به اسرائیل ته ستون شي.

نوموړی نیویارک ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا لپاره تللی و. نوموړي په خپله وینا کې د اوربند په هکله هېڅ و نه ویل.

په ورته مهال د ښاغلي نتنیاهو دفتر د هغه یو تصویر هم خپور کړی، چې وايي، د خپل هوټل په خونه کې یې د بېروت ننني برید د تائیدولو پر مهال اخیستل شوی دی.