لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له کبله نژدې نیم میلیون خلک بې‌ځایه شوي

لبنان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سپتمبر پر ۲۵مه، په الجیه کې - چې سړک یې بیروت ښار له جنوبي صیدا سره نښلوي، اسرائیلو برید کړی

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، ددغه هېواد پر بېلابېلو برخو د اسرا‎ئیلو بریدونه روان دي چې یوازې د نن چارشنبې په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي. په لبنان کې په کور د ننه د بریدونو له کبله نژدې "نیم میلیون" خلک بې‌ځایه شوي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند د اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، د حزب الله لخوا د چار شنبې په سهار توغول شوی بالستیک توغندی تل ابیب ته رسېدلی دی. هغه وایي، دا "لومړی ځل دی چې د حزب الله یو توغندی د تل ابیب سیمې ته رسیدلی دی."

اسرائيلي پوځ پر لبنان خپل بریدونه پرله پسې درې ورځې روان ساتلي او لبنانیانو ته یې خبرداری ورکړی چې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.

د لبنان حزب الله ډله وايي، د اسرائیلو د استخباراتو مرکز یې په نښه کړی، چې تل ابیب ته نژدې دی. دغه توغندی د اسرائیلو له خوا شنډ شوی، خو د مرګژوبلې او زیان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د تل ابیب ښار او شاوخوا یې د اسرائیلو تر ټولو ګڼ مېشتې سیمې دي.

حزب الله په یوه بیان کې ویلي، د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د "زړور او باعزته مقاومت" په ملاتړ او " د لبنان او خلکو په دفاع کې" یې نن سهار ۶:۳۰ دقیقې پر تل ابیب یو بالستیک توغندی وتوغاوه.

بې ځایه شوي لبنانیان

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د حزب الله ویاند ویلي، دوی د اسرائیلو د څارګرې ادارې موساد مرکزي دفتر په نښه کړی او ادعا یې کړې چې دا دفتر "د مشرانو د وژلو او د پېجرونو او بېسیم وسیلو د چوولو مسؤل دی."

پر اسرائیلو تور دی د هغو بریدونو تر شا یې لاس دی، چې د جګړې د پیل لامل شو، خو خپله اسرائیلو تر اوسه دا پړه نه ده منلې.

اسرائیلي رسنۍ هارتز ینیټ ویلي، دا لومړی ځل دی چې حزب الله د تل ابیب ښار په نښه کوي.

د اسرائیلو پوځ وايي، د تل ابیب او مرکزي اسرائیلو په شاوخوا کې د هوايي بریدونو سایرنونه اورېدل شوي، خو توغندی شنډ شوی او د کوم زیان یا مرګژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

بل پلو د بریتانیا حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې سمدستي له لبنان څخه ووځي، ځکه د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ جګړه مخ په پراخېدو ده.

د بریتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر ویلي، بریتانیا بېړني پلانونه ګړندي کوي. هغه مخکې خبریالانو ته وویل: "دا مهمه ده چې موږ په ریښتنې توګه ووایو اوس د وتلو وخت دی."

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

په لبنان کې د بریتانیا شاوخوا لس زره وګړي شته.

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، "د تېرو ساعتونو او ورځو پېښې ښيي چې دا وضعیت څومره بې ثباته دی، له همدې امله زموږ پیغام روښانه دی، بریتانوي وګړي باید اوس ووځي."

د لبنان د روغتيا وزارت وايي له تېرې دوشنبې راهيسې دغه هېواد کې د اسرائيلو په روانو بريدونو کې ۵۵۸ تنه وژل شوي او له ۱۸۳۵ زيات ټپیان دي. د ياد وزارت په وينا په وژل شويو کې ۵۰ ماشومان دي.

اسرائیل وايي په دغو بريدونو کې يې د حزب الله ډلې موخې په نښه کړې دي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ګډونوالو ته خپله وینا کې وويل، اداره یې د شخړې پر سیاسي حل کار کوي او زیاتوي د جګړې لا پراخېدل د هېچا په ګټه نه ده.