د حزبالله مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته تر هغه چې حزبالله اعلان وکړ، د جمعې په ماښام د بیروت په سوېلي څنډه کې د اسرائیلو په یوه برید کې یې مرستیال جنرال وژل شوی، دې ډلې خپل عمومي منشي لومړی مرستیال نعیم قاسم سره خپل مشر وټاکه.
د حزبالله د داخلي مقرراتو له مخې، په هغه صورت کې چې کوم سیاسي یا امنیتي بېړنی حالت رامنځ ته شي، د ګوند مرستیال سرمنشي د سرمنشي په استازیتوب فعالیت کوي. د سرمنشي د مړینې په صورت کې، د هغه مرستیال د خپلې دندې د ترسره کولو واک لري، تر هغه چې د شورا بېړنۍ غونډه جوړه شي په دې کې یو نوی تن د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شي.
قاسم اوس مهال د حزبالله سیاسي، نظامي او ټولنیز ګوند چې په لبنان کې د شیعه ټولنې په منځ کې یو مشهور مرکز او لوی نفوذ لري د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کوي.
"د کفر فیلا د ښار زوی"

د عکس سرچینه، reuters
نعیم بن محمد نعیم قاسم د ۱۹۵۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د بیروت ښار په بسطا التحتا سیمه کې زیږېدلی دی. هغه واده کړی او شپږ ماشومان لري، څلور هلکان او دوه نجونې. پلار یې محمد د لبنان په جنوب "التفاح" سیمې د کفر فیلا په ښارګوټي کې زیږېدلی و.
هغه په شیعه حوزه کې د دیني علومو زدکړې تر لوړې کچې وکړې او لبنان کې یې د لویو شیعه ملایانو شاګردي وکړه. په ۱۹۷۱ کال یې د لبنان پوهنتون روزنې پوهنځي کې په فرانسوي ژبه کیمیا کې لیسانس واخیست.
قاسم په ۱۹۷۷ کال کې د لبنان له پوهنتونه د کیمیا په برخه کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړ، بیا یې تدریس پیل کړ او شپږ کاله یې په عامه ثانوي ټولګیو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه، ځکه چې نوموړی د پوهنې له وزارت سره تړلي د دارالمعلمین څخه فارغ دی.
هغه د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د محصلینو د کار او په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د اسلامي افکارو د خپرولو په موخه د پوهنتون په لیکو کې د ځوانانو له یوې ډلې سره د "لبنان د مسلمانو محصلینو ټولنې" په جوړولو کې مرسته وکړه.
د (امل) 'هیله' غورځنګ له بنسټګرو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه په ۱۹۷۴ کال کې د امام موسی الصدر له خوا د بنسټ اېښودلو په وخت کې د لبنان د مقاومت د جبهې (امل) له غورځنګ سره یو ځای شو او د لبنان په مختلفو سیمو کې یې د دغه غورځنګ د پیلولو په لومړنیو غونډو کې ګډون وکړ او د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کړه.
هغه د غورځنګ د تنظیمي جوړښت له لارې د عقیدې او کلتور مسؤولیت په غاړه واخیست، چېرې چې هغه په لیبیا کې د امام الصدر له ورکېدو وروسته د غورځنګ د مشرتابه شورا د سکرترانو څخه و او ښاغلي حسین الحسیني په ۱۹۷۸ کال د دې غورځنګ مشري په غاړه واخیسته.
هغه د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په یوولسمه د خمیني په مشرۍ د ایران له اسلامي انقلاب وروسته له دې غورځنګ استعفا وکړه او د بیروت او سوېلي سیمو په یو شمېر جوماتونو او حسینیو کې یې د درسونو او لیکچرونو ته دوام ورکړ.
له ۲۰ ډېرو کلونو راهیسې نعیم قاسم د لبنان لر و بر کې پر "تبلیغ" بوخت و. هغه په ۱۹۷۷ کې د "شیعه" اسلامي مذهبي تعلیماتو ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړه، چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د اسلامي دین له تدریس سره تړاو لري او مدرسو ته یې د دیني درسونو لپاره ښوونکي او ښوونکې لېږلې.
قاسم په ایران کې د اسلامي انقلاب ملاتړو اسلامی کمیټو کې چې هغه وخت ټول اسلامي ګوندونه پکې شامل وو او د انقلاب په اړه یې رسنیز فعالیتونه، لاریونونه او لیکچرونه چمتو کول، ګډون درلود.
د حزب الله تاسیس

د عکس سرچینه، Getty images
د اسلامي کميټو او د هغو د ځایناستي اسلامي دعوت ګوند- لبنان څانګې تر منځ له غونډو وروسته یې د "بقاع" له علماوو سره په ۱۹۸۲ کال کې د اسلامي امل غورځنګ حزب الله تاسيس شو او نعيم قاسم په دغو غونډو کې يو له بنسټګرو ګډون کوونکو و او ده د حزب الله په تاسیس کې مرسته وکړه.
هغه درې دورې د ګوند د شورا د غړي په توګه دنده ترسره کړې، په پیل کې یې په بیروت کې د تعلیمي او کشفي فعالیتونو مسولیت په غاړه اخیستی، بیا د اجرائیوي شورا د مرستیال په توګه، بیا د مشر په توګه.
هغه په ۱۹۹۱ کال کې د عباس الموسوي له خوا د دغه ګوند د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو راهیسې د حزبالله د عمومي منشي د مرستیال په توګه دنده پیل کړه او د الموسوي له وژل کېدو وروسته یې خپلې دندې ته دوام ورکړ او په ۱۹۹۲ کې سید حسن نصرالله د الموسوي ځایناستی شو.
قاسم د حزبالله د پارلماني کاري شورا مشري هم کوي، چې د مقاومت بلاک ته وفاداري، د استازو مقننه کار او د هغوی سیاسي حرکت تعقیبوي.
هماشان د بېلابېلو وزارتونو د څار اړوندې حکومتي ادارې مشري هم کوي، د دوی جوړښتونه او پرېکړې مطالعه کوي او ارزوي یې. همدا راز په حکومت کې د حزبالله وزیران څاري. نوموړی د ۱۹۹۲ کال له لومړیو پارلماني ټاکنو تر اوسه په حزبالله کې د پارلماني ټاکنو عمومي همغږی کوونکی دی.
نعیم قاسم د حزبالله په رهبرۍ کې له خپل مقامه په سیاسي کارونو کې مخکښ دی او په ګڼو رسنیو او ژورنالیستیکو برخو کې ونډه لري، مرکې او لیکچرونه لري.
هغه ډېر کتابونه ليکلي، چې تر ټولو مهم يې "حزبالله" کتاب و، چې د ګوند موخې، تاريخ او سياسي ليدلوري يې په بېلابېلو مسايلو کې وړاندې کړي او تر ۷ ډېرو ژبو ته ژباړل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه د حزبالله له مخکېني عمومي منشي حسن نصرالله سره د ګوند په شورا کې د ګډ کاري دریځ، دایمي ناستو، مشورو او له پرمختګونو سره د خبرو اترو له لارې له ۳۵ کلونو زیاتې مستقیمې اړیکې لري.
قاسم د خپل سیاسي کار سربېره، په ډېرو تلویزیونونو کې ښکاري چې په مذهبي او کلتوري موضوعاتو خبرې کوي.
قاسم د ۱۹۹۳ کال جولای میاشتې په جګړه، د ۱۹۹۶ کال د اپریل په جګړه، د ۲۰۰۰ کال د ازادۍ په جګړه او د ۲۰۰۶ کال د جولای په جګړه کې د ګوند د عمومي منشي د مرستیال او د شورا د غړي په توګه د خپل مسوولیت له موقفه له اسرائیلو سره په ناندریو کې ژوند کاوه.
حزبالله د لبنان په سیاسي سیسټم کې یو نفوذ لرونکی ځواک او لوی لوبغاړی دی او دا په حکومتي کې رغنده رول هم لري، په تېره په ۲۰۰۰ کال د لبنان له سوېلي برخې د اسرائیلي پوځ له شاتګ وروسته چې د دوی د بېوسلې کولو غوښتنې کېدې، خو دوی رد کړې.
حزبالله په مکرر ډول د اسرائیلي اهدافو پر وړاندې د یو لړ چاودنو او بریدونو په ترسره کولو تورن شوی او د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو لخوا د "ترهګر سازمان" په توګه ډلبندي کېږي.











