غزه کې پر ښوونځي د بريد له کبله ''۳۰ کسان وژل شوي''

د عکس سرچینه، EPA
- Author, مالورې موینش
- دنده, بي بي سي
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د غزې په دیر البلح سیمه کې اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي ګوزارونه کړي دي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي اېف) بیا وايي، په خدیجه نومي دې ښوونځي کې د حماس د قوماندې یو مرکز فعالیت کاوه. ای ډي ایف ځواکونه زیاتوي، حماس وسله والو په دې ځای کې وسلې زېرمه کولې او د پټنځای په توګه یې کاراوه.
د غزې عامې روغتیا مسوولین بيا وايي، د پېښې په تړاو خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې د پېښې قربانیان ملکي خلک دي او ډېری پکې ماشومان دي.
بي بي سي د دې پېښې یوه ویډیو تائید کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان شته.
د غزې مدني دفاع اداره وايي، په دې ښوونځي کې بې ځایه شوي کسان اوسېدل.
د غزې عامې روغتیا وزارت مسوولینو په وینا په دیر البلح او خان یونس سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو له کبله د شنبې له سهار راهیسې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۸۹ کسان ټپیان شوي دي.
تازه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسرائیل پوځي عملیات لا هم روان دي. د غزې عامې روغتیا مسوولین وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه نژدې ۳۹ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
دا جګړه د تېر اکتوبر پر اوومه له هغه وروسته پيل شوه، چې حماس وسله والو پر اسرائیل یوه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

د عکس سرچینه، Reuters
د دیر البلح برید په داسې حال کې شوی، چې د شنبې پر سهار اسرائیلي ځواکونو د خان یونس سویلي سیمو اوسېدونکو ته وویل، چې له کورونو ووځي او په المواسي سیمه کې سمندرغاړې ته نژدې ''تنظیم شوي بشري خوندي ځای'' ته لاړ شي.
اسرائیلي ځواکونو له هغو رپوټونو وروسته چې وايي، د خان یونس سیمې له سویله پر اسرائیل ''پاموړ شمېر'' راکټي ګوزارونه شوي او ''کره استخباراتي رپوټونه وايي، چې حماس وسله وال'' په ملکي خلکو کې ګډ شوي، ځواک به وکاروي.
د اسرائیلي ځواکونو له لوري تازه خپره شوې نقشه ښيي، چې په المواسي سیمه کې "پر بشري بنسټ خوندي" سیمه نوره هم کوچنۍ شوې. پوځیانو د دوشنبې پر ورځ دا سیمه له هغه وروسته نوره هم کوچنۍ کړه، چې په وینا یې هلته فلسطیني جنګیالي بیا سره راټول شوي او له همدې کبله یې د دې ځای اوسېدونکو ته له مېشت ځایونو د وتلو امر وکړ.











