ملګري ملتونه: له دوشنبې راهیسې له خان یونس ۱۵۰ زره کسان تښتېدلي

خان یونس

د عکس سرچینه، REUTERS

ملګري ملتونه وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له ۱۵۰ زرو ډېر فلسطینیان د غزې جنوب کې له خان یونس څخه تښتېدلي دي. دا کار وروسته له هغه شوی چې د اسرائیلو پوځ دوی ته د سیمې د پرېښودو امر وکړ.

د اسرائیلو پوځ خان یونس کې بشري سیمه هم محدوده کړې او ادعا کوي چې د حماس جنګیالي ترې کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر ویلي، ځینې هغه فلسطینیان چې اړوتي خپلې سیمې پرېږدي، په هغو ځایونو کې ایسار پاتې دي چې ورته د وتلو لارښوونه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، همدا شېبه د غزې تراډې ته اتیا سلنې ته یا خو د وګړو پر ورتګ بندیز لګېدلی او یا یې اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو لارښوونه شوې.

یوازې په تېرو دوو ورځو کې څه د پاسه یونیم لک کسان د غزې له خان یونس سیمې وتلو ته اړ شوي.‌

د اسرائیلي پوځ عملیات اوس یوځل بیا پر خان یونس راټول دي. دوی وايي موخه یې هلته له فلسطیني وسله‌والو سره جګړه ده او ادعا کوي چې د حماس ځواکونه هلته بیا منظم یا غونډ شوي دي.

سیمه کې د بي‌بي‌سي خبریال وايي، اسرائیلي ټانکونه بېرته خان یونس ته ستانه شوي.

خان یونس

د عکس سرچینه، AFP

سیمه کې د بي‌بي‌سي خبریال د یو پلار انځور راکړ چې په روانو نښتو کې یې کفن کې د خپل اولاد مړی د مړو ساتنځي ته لېږداوه.

د حماس په مشرۍ د روغتیا وزارت وايي پر خان یونس د اسرائیلو د تېرو دوو ورځو عملیاتو کې څه د پاسه ۸۰ تنه وژل شوي، روغتیايي چوپړونه په نشت حساب دي.

هلته یوه ښځه وايي، "حالت ډېر سخت دی، یو ماشوم مې د جدي پاملرنې په څانګه کې بستري دی او بل یې د باندې."

د باني سهیله ۳۷ کلن اوسېدونکي رباح عبدالغفور چې ناصر روغتون کې دی بي‌بي‌سي ته وویل "له اکتوبر راهیسې ۱۲ ځله بې‌ځایه شوی یم. موږ د خپل ژوند تر ټولو سخته شپه تېره کړه، د چاودنو او ډزو غږونه د یوې شېبې لپاره هم ونه درېدل. داسې وه لکه جګړه کې همدا پرون ‌پیل شوې وي."

له القراره څخه ناصر روغتون ته له خپل مېړه او خواښې سره تازه رارسېدلې ۲۲ کلنه روان البریم وايي: "موږ بهر حوېلۍ کې له کمپلې پرته ویده شوو. زما څلور میاشتنۍ لور د جګړې په ورځو کې وزیږېده. زما شیدې وچې شوې او د هغې د مړولو لپاره شیدې نه شم موندلی. ماشومه مې کرۍ شپه له لوږې ژاړي."

خان یونس

د عکس سرچینه، EPA

کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده او هې‍څ ځای خوندي نه دی. سوېل لوري ته رفح کې د حماس وسله‌وال پر اسرائیلي زغره‌والو ګاډو ګوزارونه کوي.

اسرائیل ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ګڼ "اورپکي" وژلي، خو ولسي وګړي له ناوریني حالت سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې په غزه کې د پولیو د خپرېدو د شونتیا په اړه اندېښنه ښودلې. په سیمه کې د ډبلیو اېچ او مشر وايي، د خلکو لپاره ستونزمنه ده چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

"تاسو به ښايي په دې پوهېږئ چې دا وېروس د بولو (متیازو) له لارې خپرېږي او سربېره پر دې روغتیايي چوپړونه لکه د واکسینو لګول او میندو او ماشومانو ته د نورو خدمتونو برابرول په نشت برابر دي. دا په ټوله تراډه کې د ناروغۍ د خپرېدو خطر رامنځ ته کوي او ښايي په نړیواله کچه پراخ شي."