غزه؛ د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، فلسطیني سرچینې وايي، برید په المواصي کې پر یوه موټر شوی، چې څلور تنه پکې سپاره وو

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د غزې تړانګې پر سوېلي او مرکزي سیمو د اسرائیلو بمباریو او بریدونو له ۶۰ ډېر تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

بریدونه په داسې ځایونو هم شوي چې خپله اسرائیلو هم بشري او غیرجنګي اعلان کړې. اسرائیلی پوځ وايي هلته د ملکیانو د وژنې راپورونه پلټي.

په یوه برید کې، د خان یونس سوېلي ښار په لویدیځه څنډه مواسي سیمه کې چې خوندي یا له جګړې خالي اعلان شوې، یو موټر په نښه شوی او لږ تر لږه اوولس کسان پکې وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان شوي.

فلسطيني چارواکو ویلي چې په دغه ګاډي کې څلور کسان سپاره وو او یوه اردني ساحوي روغتون ته څېرمه د بې ځایه شوو کورنیو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په نښه شوی.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، په تېرو لسو ورځو کې اسرائیلو د ملګرو ملتونو په څو ښوونځيو بریدونه کړي

تحریر مطیر یوې فلسطينۍ مېرمنې خان یونس ته څېرمه پر یوه ګاډي د هوايي برید صحنه داسې بیان کړه:

"موټر روان و او یو ځوان يې تر څنګ پلی ته چې پر موټر برید وشو، وینې باد شوې او د موټر پارچې زموږ تر خیمو را والوتې او شهیدان په کوڅه کې پراته وو. موږ نارې کړې چې امبولانس په کار دی. ټپیان مو په رکشا او لاسي کټونو کې واچول. امبولانس وروسته راغی".

بل برید په مرکزي غزه کې په نصیرات د کډوالو پنډغالي کې د ملګرو ملتونو لخوا مدیریت کېدونکي یوه ښوونځي شوی او لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي.

دا په تېرو لسو ورځو کې په غزه کې شپږم ښوونځی دی چې په ورته ډول په نښه کېږي او دا بریدونه ملګرو ملتونو په کلکه غندلي.

غزه

د عکس سرچینه، AFP

اسرائیلي پوځ ویلي چې دوی فلسطيني جنګيالي په نښه کول او اوس د ملکي مرګ‌ژوبلې اړوند راپورونه پلټي.

د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې پر غزه د برید له پیل راهیسې يې په تېرو نهو میاشتو کې د حماس د پوځي شاخې نيمايي مشرتابه یې له منځه وړې او شاوخوا څوارلس زره جنګیالي یې وژلي او یا یې نیولي.

د اسرائیل لومړي وزیر هم په بیت المقدس کې یوې غونډې ته ویلي، حماس يې له فشار سره مخ کړی:

"دوی یعنې حماس له ډېرېدونکي فشار سره مخ دي ځکه موږ ژوبل کړل او د دوی مخکښ قوماندانان او زرګونه ترهګر مو له منځه یوړل. دوی تر فشار لاندې دي ځکه موږ له هر ډول فشار سره سره پر خپلو غوښتنو کلک ولاړ یو".

پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې له ۳۸۷۱۰ کسانو ډېر وژل شوي چې له ۱۴۶۸۰ یې ډېرې ښځې، ماشومان او د لوړ عمر وګړي دي.