اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د حماس یوه لوړپوړي قوماندان وژلو ادعا کړې

رافع سلامه

د عکس سرچینه، IDF

    • Author, لوسي کلارکي-بیلینګس
    • دنده, بي بي سي

اسرائیلي پوځ ویلي، په غزه کې یې د شنبې پر ورځ په هوايي بریدونو کې د حماس یو لوړپوړي قوماندان رافع سلامه وژلی دی. خو حماس دا رپوټ نه دی تائید کړی.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت ویلي، اسرائیلي ځواکونو په خان یونس سیمه کې له خلکو په یوه ډکه سیمه کې پر هغه کمپ بمبارۍ کړې، چې بې ځایه شوی خلک په کې اوسي او ۹۰ کسان یې وژلي دي.

اسرائیلي پوځ وايي، د دې بریدونو هدف د حماس لوړپوړو قوماندانانو په نښه کول و، خو حماس یې بیا دا ادعا ''دروغ'' بللې او په خبره یې د دې بریدونو توجیه کولو لپاره یې وايي.

عیني شاهدان وايي، د خان یونس په لوېدیځه المواصي سیمه کې یې لږ تر لږه ''پنځه سترې الوتکې ولیدې، چې بمبارۍ یې کولې.''

د دې بمباریو له کبله ډېری ټپي شوي کسان نژدې ناصر روغتون ته لېږدول شوي دي. بل لور ځايي مسوولین وايي، ناصر روغتون ځکه له کاره لوېدلی، چې د ټپیانو خورا زیات شمېر له کبله ډاکتران نه شي کولای ټولو ته ورسېږي.

په دې روغتون کې یوه ډاکتر محمد الرایع چې د ټپیانو درملنه کوي، د بي بي سي نیوز اوور خپرونې ته وویل، ډېری کسان چې دوی ته وروړل شوي دي، د بمي چرو لګېدو له کبله ټپیان شوي دي. نوموړی زیاتوي ډېری ټپي شوي کسان د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي خلک دي.

بل لور اسرائیلي ځواکونه وايي، سلامه چې د دوی په وینا د خان یونس لوا قوماندان، د اکتوبر اوومې بریدونو ''اصلي طراح'' او د حماس پوځي څانګې یوه لوړپوړي قوماندان غړي محمد ضیف نژدې همکار و.

د اوربند پر خبرو د سلامه وژل کېدو اغېز څه دی؟

د اسرائیلي پوځ یوه ویندوی ویلي، د سلامه وژل کېدل ''د حماس پوځ وړتیا پر وړاندې پاموړ خنډ راپیدا کوي.'' اسرائیلي پوځ ویلي په هوايي بریدونو کې ضیف هم په نښه شوی، خو دا معلومه نه ده، چې نوموړی وژل شوی او که نه.

ضیف له هغو کسانو یو دی، چې اسرائیل یې له لسیزو راهیسې لټون کوي او د ګڼ شمېر پوځيانو او ملکي کسانو د وژنې تورونه پرې لګوي. په یوه ګډه اعلامیه کې چې د سلامه ''له منځه وړلو'' خبره پکې شوې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) او د اسرائیل امنیتي ځواکونو (ای سي اې) له لوري ویل شوي، چې سلامه د ۱۹۹۰ مو کلونو په پیل کې له حماس سره یو ځای شوی و او د محمد سینوار تر قوماندې لاندې یې په خان یونس لوا کې فعالیت پیل کړی و.

د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د حماس یوه مسوول کس له قوله دا بریدونه داسې څه یاد شوي، چې ''تاوتریخوالی به لا زیات کړي'' او په وینا یې دا ښيي چې اسرائیل د اوربند هوکړې ته رسېدو ته لیوال نه دي.

د یادونې ده، چې په قطر او مصر کې د جمعې پر ورځ د اوربند لپاره روان مذاکرات له هېڅ کامیابۍ پرته پای ته ورسېدل.