اسرائیل د غزې ښار 'ټولو اوسېدونکو' ته ویلي چې له ښاره ووځي

د عکس سرچینه، anadolu
- Author, ټام بېنیت او رشدي ابو العوف
- دنده, بي بي سي- لندن- استانبول
اسرائیلي په شمال کې د پوځي عملیاتو له سختېدو سره د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته ویلي چې د سویل پر لور د غزې تړانګې مرکزي سیمې ته ووځي.
له الوتکو په غورځول شویو پاڼو کې ''د غزې ښار ټولو اوسېدونکو'' ته لارښوونه شوې، چې له هغه ځایه چې په دې پاڼو کې ''د جګړې خطرناک ډګر'' بلل شوی ووځي او پر هغو دوو لارو چې په نښه شوې دي په دیر البلاه او الزویده سیمو کې پناه ځایونو ته لاړ شي.
بل لور لور ملګرو ملتونو ویلي، خلکو ته له کورونو د وتلو امر اندېښمن کړي دي. د یادونې ده، چې دا دویم ځل دی، چې د جګړې له پیل راهیسې د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کېږي.
له تېرو دوو اونیو راهیسې اسرائیلي ځواکونه یو شمېر هغو سیمو ته بیا ورغلي چې د دوی په باور د حماس او اسلامي جهاد ډلو وسله وال پکې بېرته یو ځای شوي دي.
بل لور حماس وايي، د اسرائیلي ځواکونو وروستي فعالیتونه د احتمالي اوربند او یرغمل کسانو خوشي کېدو هغه احتمالي جوړجاړی ګواښي چې په قطر کې یې پر تېره چارشنبه خبرې بیا پیل شوې.
د حماس یوه لوړپوړي مسوول حسام بدران اې ایف پي خبري اژانس ته په دې هکله وویل، اسرائیل هڅه کوي، ''د بمباریو، (خلکو) بې ځایه کولو او ډله ییزو وژنو له لارې پر خبرو فشار ډېر کړي.''
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو بیا په داسې صورت کې یوې هوکړې ته د خپل هېواد ژمنتیا په ډاګه کړې، چې په خبره یې د اسرائیل ''سرې کرښې خوندي وساتل شي.''
اوس هم په غزه ښار کې ۲۵۰ زره کسان ژوند کوي

د عکس سرچینه، ANADOLU
د اټکل له مخې ویل کېږي، چې اوس هم په غزه ښار کې د یوه میلیون څلورمه برخه خلک پاتې دي او ځینې یې بیا په داسې حال کې لیدل شوي، چې د سویل پر لور روان دي.
د پاتې نورو په هکله فکر کېږي، چې د خپلو کورونو پرېښودلو ته چمتو نه دي. یوه ځايي اوسېدونکي ۴۷ کلن ابراهیم البربري له خپل ښاره د وتلو پر موضوع بي بي سي ته وویل: ''زه به غزه (ښار) نه پرېږدم. زه به هغسې احمقانه تېروتنه و نه کړم، چې نورو وکړه. اسرائیلي توغندي د شمال او سویل تر منځ هېڅ توپیر نه کوي. که وژل کېدل زما او زما د ماشومانو برخلیک وي، نو په خپل کور کې به له عزت سره مړه شو.''
بل لور د فلسطین سرې میاشتې مسوولین وايي، ځینو خلکو دوی ته ویلي، چې د سختې بمبارۍ له کبله نه شي کولای له کورونو ووځي.











