په اسرائیل کې لاریونونه؛ اعتراض کوونکي له حکومته غواړي "حماس سره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي"

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیل په لر او بر کې نن پخپل حکومت د فشار لپاره عمومي لاریونونه شوي.
اعتراض کونکي اسرائیلیان له حکومته غواړي د حماس له ولکې د یرغمل شویو اسرائیلو د خلاصون په موخه له حماس سره جوړجاړی وکړي.
دا لاریونونه داسې مهال تنظیم شوي، چې نن د جولای اوومه د اسرائیل په سویل کې د حماس له بریدونو په حساب پوره نهمه میاشتې اوړي.
اعتراض کوونکو اسرائیلو او د حماس په لاس د نیول شویو وګړو کورنیو نن ډيری واټونه بند کړي او ورځنۍ چارې یې درولي.
دوی د اسرائیلو د کابینې یو شمېر وزیرانو کورونو مخې ته شعارونه ورکړي او هڅه کوي، چې پخپلو چارواکو د جوړجاړي لپاره ممکنه فشار راوړي.
په دې وروستیو کې سره له دې چې اسرائیلي ځواکونو خپل بریدونه ډېر او مرګ ژوبله لوړه شوې د دواړو غاړو تر منځ یوې هوکړې ته د رسېدو هیله مندي هم ډېره شوې.
د ځينو رپوټونو پر بنسټ حماس د اوربند او نیول شویو اسرائیلیانو د خلاصون په موخه د امریکا وړاندیز هم منلی دی.
حماس ښايي غزه کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره مهمه هوکړه وکړي

د حماس او مصري سرچینو له قوله رپوټونه وايي چې حماس د اسرائیلي یرغمل نیول شویو کسانو پر خوشې کېدو د خبرو د پیل لپاره د واشنګټن وړاندیز منلی دی.
رپوټونه همدارنګه وايي، حماس له خپلې هغې غوښتنې هم تېر شوی چې اسرائيل دې لومړی غزه کې د دایمي اوربند ژمنه وکړي.
په ورته مهال د اسرائيلو پوځ غزه کې د ملګرو ملتونو لخوا پر چلېدونکي یوه ښوونځي د هوايي برید پخلی کړی دی.
د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت په وینا دغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان پکې وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور ژوبلېدلي.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، په هغه ودانۍ برید کې لسګونه نور ټپیان شوي چې په مرکزي غزه کې د نصیرات بېځایه شویو کمپ کې شوې، دغه ځای ته ته په زرګونو نویو بې ځایه شويو خلکو پنا وړې وه.
له سیمې خپره شوې ویډیو ښیي چې په دوړو پوښل شوي لویان او ماشومان له لوګي ډک سړک پر سر چیغې وهي.
د اسرائیلو دفاعي ځواک بیا ادعا کړې چې دوی د "الجاعوني ښوونځي په سیمه کې فعال ترهګر" په نښه کړي.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، برید د ښوونځي لوړ پوړونه په نښه کړي، چې له ګڼې ګوڼې یوه ډک بازار ته څېرمه موقعیت لري.
د بي بي سي د رپوټونو پر بنسټ " تر ۷۰۰۰ پورې خلکو دغه ودانۍ د سرپناه په توګه کارولې ده."
یوې ښځې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ځینې ماشومان د قرآن کریم په تلاوت بوخت وو چې ودانۍ وویشتل شوه او ماشومان پکې ووژل شول.
هغې وویل، "دا څلورم ځل دی چې هغوی له خبرتیا پرته ښوونځی په نښه کوي."
یوې ځايي سرچینې ویلي، د برید هدف یوه کوټه وه، چې ویل کېږي د حماس د پولیسو له خوا کارول کېږي. بي بي سي د دې ادعا په تاییدولو ونه توانېده.

د عکس سرچینه، REUTERS
په یوه بیان کې چې پر ایکس خپور شوی، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو تایید کړه چې دوی د ښوونځي ودانۍ ویشتلې ده او ویلي یې دي چې "ملکي خلکو ته د زیان رسولو خطر کمولو لپاره" یې یو شمېر ګامونه پورته کړي وږ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د حماس اورپکو له دغه ځایه د "پټنځای" په توګه کار اخیسته چې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد بریدونه و کړي.
هغه زیاته کړه، "حماس د اسرائیلو د دولت پر وړاندې د خپلو ترهګریزو بریدونو لپاره له ملکي جوړښتونو او ملکي وګړو د انساني ډال په توګه په ګټه اخیستنې سره په سیستماتیک ډول د نړیوال قانون سرغړونې ته دوام ورکوي."
حماس دغه برید د "بېدفاع بېځایه شویو ملکیانو" وژنه بللې ده.
دغې ډلې د خپل انګلیسي ژبې ټیلیګرام چینل له لارې ادعا کړې، چې ډېری وژل شوي او ټپیان ښځې، ماشومان او بوډاګان دي.
دا پېښې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې هیلې زیاتې شوې چې له څو میاشتو ناکامو پیلامو وروسته اسرائیل او حماس د یوې معاملې په درشل کې دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ډېری ښوونځي او د ملګرو ملتونو نور بنسټونه د ۱،۷ میلیونه خلکو لخوا د سرپنا په توګه کارول شوي چې د نژدې اته میاشتنۍ جګړې په جریان کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
تر دې مخکې د جون په میاشت کې په نصیرات کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي یوه بل برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي وو.
ځايي خبريالانو هغه مهال بيبيسي ته وويل، چې يوې جنګي الوتکې د ښوونځي په پورتنۍ پوړ کې پر ټولګيو دوه توغندي وتوغول.
له دې برید وروسته، د اسرائیلو پوځ وویل چې په ښوونځي کې یې "د حماس پر یوه مرکز دقیق برید کړی" او له ۲۰ تر ۳۰ جنګیالي یې وژلي چې فکر کېږي همالته وو.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر (انروا)، چې دغه ښوونځی چلوي، د جون پېښه "وحشتناکه" وبلله او ویې ویل دا ادعا چې وسله والې ډلې ممکن په یوه پناه ځای کې وي "حیرانوونکې" وه، خو تاییدېدلی نه شي.
د اسرائیلو جګړه د اکتوبر په اومه پر اسرائییلو د حماس له یوه برید وروسته پیل شوه چې د حماس په مشرۍ وسله والو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې غزې ته یرغمل بوتلل.
په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۳۸۰۹۸ فلسطینیان په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.











